د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د ولسي جرګې پلاوي له پاکستاني ولسمشر سره لیدلي


دافغانستان د پارلیمنټ دوه ویشتو غړو تیره شپه په اسلام اباد کې د پاکستان د ولس مشر اصف علي زرداري سره کتلي او ددواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو یې ورسره خبرې کړي دي.

دافغان پلاوي مشري سید اسحاق ګیلاني کوي او په نورو غړو کې یې عبدالستار خواصي ، ګل بادشا مجیدي ، انجینر غفار ، حاجي عبدالخالق او ځیني نور هم شامل دي.

دپاکستان سرکاري خبري اژانس اې اېف پي خبر ورکوي چې دپاکستان ولس مشر اصف علي زرداري افغان پلاوي ته ویلي چې دوی د یو مستحکم ، سوله ایزه او خوشاله افغانستان غوښتونکي دي.

زرداري ویلي چې افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د هرګام ننګه او دهرې هڅې ملاتړ کوي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG