د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کې موباییل ټیلفوني ستونزې


په هلمند کې د وسلوالو طالبانو ګواښونو موباییل ټیلفوني شبکې وتړلې
په هلمند کې د وسلوالو طالبانو ګواښونو موباییل ټیلفوني شبکې وتړلې

هلمند ولايت كې په تيرو دوو اونيو كې دوه ځله موبايل شبكې د طالبانو په ګواښ بندي شوي، چې لومړى ځل له دوو ورځو وروسته خلاصې شوې ، خو دوهم ځل يې پر فعالت د بنديز موده تر اونۍ اوږده شوه.
خو تيره ورځ په هلمند كې د يو شمير شورا ګانو له لوري د يوې غونډې پرمهال په يو غږ له دولت او وسله والو طالبانو څخه غوښتنه وشوه چې نور دې تليفونې شبكوته د فعاليت اجازه وركړل شي.
د غونډې ګډونوالو په وينا، چې د شبكو د بنديدو زيان يوازي ولسي وګړو ته رسي.

د دغې خبري ناستې پرمهال د هلمند د اصلاحي شورا غړي عبدالاحد هلمند وال، د ولايتي شورا غړي عصمت الله اسحاق زي او دعلماوو دشورا غړي مولوي مهردل په هلمند كې پرتيلفوني شبكو دبنديز د لري كولو غوښتنه وكړه.

عبدالاحد هلمند وال د تليفوني شبكو پر مسؤولينو غږ وكړ، چې د دې ستونزې دهواري لپاره دې له دولت او نور مسؤولينو سره خبرې وكړي چې ددې ستونزې اړخونه په ډاګه شي.

نوموړي زياته كړه، چې په دې كار سره دولت او طالبانو ته كوم زيان نه اوړي ځكه هغوي نور امكانات لري خو په منځ كې يې ولسي وګړي او سوداګر زيانمن كيږي.

عبدالاحد هلمند وال ګواښ وكړ، چې كه د تليفوني شبكو مسؤولين همداسي بې توپيره پاتې شي او ستونزه هواره نه كړي د هلمند عام ولس به له ديني او قومي مخورو سره يو ځاى دهغوى آنتنونه ويجاړكړي.نوموړي له دولت نه هم غوښتنه وكړه چې د تليفونې شبكو امنيت دې خوندې كړي ترڅو هغوي په ډاډه زړه خپلو كارو نو ته دوام وركړي.

د همدې خبري ناستې پرمهال د علماوو شورا غړي مولوي مهردل خان وويل چې په دې كار كې د ګاونډيو هيوادونو لاس دى ځكه هغوې غواړي د هلمند و ضع چې اوس ښه شوې داسې وښيي، چې هلمند اوس هم نا امنه دى اودلته د پانګې اچونې او آبادۍ مخه ونيسي.

مهر دل خان د تليفونې شبكو په مسؤولينو هم نيو كه وكړه او ويې ويل، چې د شبكو مسؤولين د همدې دولت او امنيت په سيوري كې كاركوي خو د خپلو شخصي ګټو لپاره غواړي چې د هلمند امنيت ګډوډ كړي
د هلمند دوه تنه اوسيدونكي وايي، چې د تليفوني شبكو بنديدلو د دوى په كاروبار ناوړه اغيز كړى او له دولت او طالبانو دواړو غواړي، چې دې ستونزې ته د پاى ټكى كيږي.
دولايتي شورا يوه غړي عصمت الله د طالبانو هغه ادعا چې ګواكې بهرنيان د همدې تيلفونو په وسيله طالبان پيداكوي او بيا عمليات پرې كوي رد كړه.
نوموړي وويل په هغه ولسواليو كې چې تيلفون له سره نه وي هلته هم بهرنيان عمليات تر سره كوي او طالبانو ته مرګ ژوبله اړوي .

د يادوني وړده، چې په تيرو دوو اونيوكې په هلمند كې دوه ځله تيلفوني شبكي د طالبانو په ګواښ بندي شوي، چې لومړى ځل له دوو ورځو وروسته خوشي، خو دوهم ځل يې پر فعالت د بنديز موده تر اونيواوږده شي
XS
SM
MD
LG