د لاسرسي ځای

تازه خبر

جاپاني ولس ته د بیداره اوسېدو غږ


د جاپان وزیر اعظم ناؤتو کان ویلی دي، حکومت یی ولس ته په اوبو کې د تابکارۍ د خوریدو له وجې د بیدارۍ غږ کړی.

د پارلیمان یوی غونډې ته د خبرو پر وخت کان وویل، د فوکیو شیما د ایټمي بټۍ وضع اوس هم غیر یقیني ده، او زیاته یی کړه، کارکونکي پر دې بوخت دي، چې د فوکیو شیما ۶م ریکټر یخ کړي، خو په اوبو ، هوا ، او سمندر کې د تابکاره مادو د خوریدو له وجې په دغه کار کې مشکلات رامخې ته کیږی.

په جاپان کې په ۱۱ م مارچ راغلې زلزلې او څونامې دغه ایټمې پلانټ ته ګڼ نقصانونه رسولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG