د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا پوهنتون دې بل ځای نه جوړېږي.


نن په شمالې وزیرستان کې ځایی خلکو د فاټا پوهنتون په بل ځایی کې د جوړیدو خلاف احتجاجي مظاهره کړې ، او له حکومت نه یی غوښتنه کړې ده، چې د قباییلو لپاره پوهنتون دي په شمالي وزیرستان کې جوړ کړل شي.

په دغه مظاهره کې د سیمې استاذانو، زد کونکو او یو شمیر مشرانو ګډون وکړو. مظاهره چیانو وویل، ددغه پوهنتون لپاره حکومت د وړاندې نه په شمالي وزیرستان کې سروې کړې ده،او زمکه یی هم خوښه کړې، او باید دا د دوي په سیمه کې جوړه شي.

د قبایلو لپاره ددې پوهنتون جوړیدل به یو مهم پرمختګ وي، چې د تیرې څه مودې راهیسې قباییلو په خپلو خپلو خارو کې د دې پوهنتون د جوړولو لپاره د حکومت نه غو ښتنې پیل کړې دي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG