د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې له تېرو ۱۸ ورځو نه ۱۵۴ کسان وژل شوي دي


د روانې مياشت له ۱۰مې نېټې راهیسې په کراچۍ ښار کې په هدفي وژنو کې ۴۴ کسان په نښه شوي دي
د روانې مياشت له ۱۰مې نېټې راهیسې په کراچۍ ښار کې په هدفي وژنو کې ۴۴ کسان په نښه شوي دي
ظفرکريمي مشال ريډيو کراچۍ


د سند صوبې اعلې وزير سيد قايم علي شاه په مشرۍ تېره شپه بلاول هاوس کراچۍ کې د ښار د امن و امان په اړه غونډه وشوه چې پکې د پيپلز ګوند او ايم کيو ايم د مشرانو ترڅنګ د دداخله چارو مرکزي وزير رحمان ملک او د پوليس او رينجرو لوړ پوړو چارواکو ګډون درلود ـ

د غونډې وروسته خبريالانو سره په خبرو کې د سند صوبې اعلی وزير سيد قايم علي شا او رحمان ملک ګډې خبري غونډې ته په وينا کې وويل چې په کراچۍ ښار کې د بدامنۍ روانې پېښې د مارچ له ۱۰مې نېټې شورو شوي دي چې تراوسه پکې ۱۵۴ کسان وژل شوي دي خو دوي وويل چې وژل شويو کسانو کې يوازې ۴۴ کسان د هدفي وژنو ښکار شوي دي او پاتې کسان د شخصي دشمنۍ،د زمکو پرسر لانجو او نور شخصي شخړو ښکار شوي دي ـ

په غونډه کې د کراچۍ ښار د امنيت په اړه د ترسره شويو پريکړو په اړه د سند صوبې اعلی وزير وويل چې په ښار کې د اخ و ډب په پېښو کې د ککړو عناصرو پر ضد به عمليات کوي ،،ددې توپير پرته به عمليات کوي چې پلانکی د پلانکي ګوند سړی دی او يا پلانکی د پلانکي سړي دوست دی،،

په دې موقع د کورنيو چارو مرکزي وزير رحمان ملک وويل، چې پوليسو د ښار د اخ و ډب په پېښو کې ککړ ۱۱ کسان نيولي دي ،نيول شوي کسان د يوې ډلې نه بلکې د بېلابېلو ډلو او ګوندونو سره تعلق لري ـ

نوموړي وويل، چې سياسي ګوندونو کې په جرمونو کې ککړ عناصر شتون لري ،، په جرمونو کې ککړ عناصر چې کله په زمکه د قبضې يا بتې اخيستو دپاره ووځي نو په خپل ګاړي د کوم سياسي ګوند بيرغ لګوي ـ
د وي د يوه ګوند سره د تړاو دعوه کوي او په دې طريقه دوي زمکې قبضه کوي،له ښاريانو قلنګونه اخلي او نور جرمونه هم ترسره کوي،،


رحمان ملک په جرمونو کې د ککړو عناصرو پر ضد عمليات اعلان کړل او ویې ويل، چې دا عمليات به پوليس د رينجرو او استخبارتي ادارو په مرسته ترسره کوي ،،نن له نیمې شپې څخه به په جرمونو کې د ککړو عناصرو په ضد کاروايي شورو کولی شي،دا کاروايي به د نيول شويو کسانو څخه د ترلاسه شويو مالوماتو پر اساس ترسره کېږي ـ دا به بې توپیره او يوازې او يوزاې په جرمونو کې د ککړو عناصرو په ضد عمليات وي،،

رحمان ملک دا هم وويل چې پوليس چارواکو ورته ويلي دي چې په دې ورستيو کې عدالت يو داسې مجرم خوشی کړی دی ، چې پوليسو ته په ۱۳ مقدمو کې مطلوب و،نيول شوي سړي ځېنې جرمونه منلي هم و،د کورنيو چارو مرکزي وزير وويل چې حکومت به دمدافعي وکالت برخه پياوړي کوي چې په راتلونکي کې دا خبرې تکرار نشي.
XS
SM
MD
LG