د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني او هندي چارواکي سره ویني


هیله ده نن د پاکستان او هېند چارواکي له یو بل سره وویني چې د سولې ځنډېدلی بهیر پر مخ بوځي.
د پاکستان پلاوی چې مشري یې د کورنیو چارو سېکرتر چودري قمر زمان کوي، په هېندي پلازمېنه نوي ډيلي کې له خپلو سیالانو سره وګوري.

هیله ده د روانې اوونۍ پر مهال د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني هم هېند ته د دواړو هېوادونو د لوبډلو ترمنځ د لوبې نندارې ته لاړ شي. نوموړي ته د هېند وزیراعظم منموهن سېنګ د تېرې چارشنبې په ورځ بلنه ورکړې وه.

پاکستان او هېند په ورو ورو د خپلو اړیکو د سمولو لپاره پرمختګ کوي، د سولې بهیر په ۲۰۰۸ کال کې د ممبي د ترهګرو پېښو له کبله ودرېدلی وو. په دې بریدونو کې ۱۶۶ کسان وژل شوي ول، او د پاکستان دننه اورپکي د دې بریدونو لپاره پړ ګرځول شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG