د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لاتاکیا کې د ناکراریو مخنیوي لپاره شامي پوځيان ګمارل شوي


د شام پوځيان په لاتاکیا کې د حکومت پر ضد د ناکرارۍ د مخنیوي لپاره ځای پر ځای کړل شوي دي.
دا ښار د روم له سمندرګي سره پروت دی او دلته د تاوتریخوالي په پېښو کې د ۱۲ کسانو د مرګ خبر راغلی دی. په شام کې د ولسمشر بشار الاسد د واکمنۍ پر ضد د مظاهرو لړۍ روانه ده او د تېرې اوونۍ پر مهال د ګڼ شمېر کسانو د مرګ ژوبلې دعوې مخې ته راغلې دي.

د شام په لویو ښارونو کې تېره ورځ کراري وه. د اسد حکومتي چارواکي وايي له لسیزو راهیسې پلي بیړني قوانین لرې کړل شوي دي، خو دا لا نه ده واضحه چې کله به نوي قوانین کار پیلوي. د بیړنیو قوانینو له لارې له امنیتي ادارو سره پراخ واک وو.

رپورټونه وايي تمه ده په راتلونکیو ورځو کې ولسمشر الاسد ولس ته وینا وکړي. د شام چارواکي نظر لري چې تاوتریخوالي ته هغه کسان لمن وهي چې په هېواد کې د فېرقه ییزې جګړې تمه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG