د لاسرسي ځای

تازه خبر

بې مودې ستنو د ماشومانو ژوند خطر ته اچولی


حجره چې بې مودې سنې یې ژوند وکړولی
حجره چې بې مودې سنې یې ژوند وکړولی


فرهاد شینواری مشال ریډیو خیبر اجنسۍ

د خیبر ایجنسۍ په مرکزي روغتون کې دوه ماشومانو ته له نېټې تېرې ستنې لګول شوې چې اوس یې د ډاکټرانو په وینا ژوند له خطر سره مخا مخ دي.
د ایجنسۍ په مرکزي هسپتال لنډي کوتل کې دوو ماشومانو ، ۱۲ کلنې حاجرې او شپږ کلن عابد ته د درملنې پر مهال ستنې لګول شوي دي.

د اغیزمنو ماشومانو د کورنۍ غړي وايي دا ستنې یې له دواخانې څخه اخیستې او د هسبتال ډاکټرانو ورته لګولې دي .

د حاجری مشر ورور حیات خان خوګا خیل وايي ،((د خور مې د مری اپریشن شوی وو او ستن مو ورته ولګوله چی سمدستی یی ورسره سخته تبه شوه،حالت یی خراب شو، اوچی وه موکتل نو موده پوره شوې ستن ورته لګول شوی وه،ما هڅه وکړه چی ډاکټر وموندم ، په روغتون کې هیڅ ډاکټر نه وو موجود،کمپوډر ورته یوه بله ستن ووهله او په اوبو مو ورله تبه سړه کړه ،خو ولی اوس یی هم حالت ښه نه دی .))

د شپږ کلن عابد مشر ورور کامران چی ده کټه کشتی جمرود اوسیدونکې دی وايي ،(( زما د کشر ورور د مثانی اپریشن وشو، د علاج پر وخت ورته له مودې تیره ستن ووهل شوه ،چې ډېره سخته تبه او دردونه یې تېر کړل،دا سیریډین په نوم ۲۵۰ملی ګرام ستن ده او دا تش ډبی او بوتل یی له ما سره دي ،د ۲۰۱۰ م کال پر ۵ م مۍ یې نېټه پوره شوېده))

د دغو نیټه پوره شوو دوايانو په اړه مو چی کله ده لنډی کوتل بازار د دواخانو د اتحادیې له صدر سراج خټک نه وپوښتل چی له مودې وتلې دوایانې ولې پلوري . نو دوی وویل دا تېروتنه اولویه غلطي ده او په دې معافي وغوښتله .

دی وايي، دوکاندارانو له پکار دی چی ده اغیزمن شوو ماشومانو کورنیو سره خواخوږي وکړي او تاوان ورکولو ته غاړه کېږدي

د لنډی کوتل مرکزي هسپتال ایم ايس زرعالم خان وايي ،د نېټه تېرې ستنې د لګولو په اړه به پلټنه کوي ،او هر څوک چې په دې کې ګرم وو نوسزا به ورکول کیږی،دوی دا هم زیاته کړه چی د روغتون نه بهر د دواخانو پر ضد کارروایی کول د ایجنسی د سرجن ذمه واری جوړیږی.

د خیبر اوسېدونکي غوښتنه کوي چې سرکار دې د زړو دوایانو د خرڅولو مخنیوی وکړي .دوی وايي ،د خیبر ایجنسۍ په دواخانو کې نیټه پوره شوې دوایانې خرڅیږی،چی د اولسی وګړو ژوند یی له خطر سره مخامخ کړی دی او پکار ده چې د ټولو دواخانو پلټنه وشي .
XS
SM
MD
LG