امریکا او جنوبي افریقا د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام د دویم پړاو په لومړۍ سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.
د وېسټ انډیز د ښاغلي وېویین رېچرډز په لوبغالي کې د جون ۱۹مې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه نیمو او د کابل پر اووه بجو پیلېږي.
کوربه امریکا، جنوبي افریقا، انګلستان (انګلینډ) او وېسټ انډیز د اتو غوره لوبډلو په دویم او د افغانستان، اسټرالیا، بنګلادېش او هند لوبډلې په لومړي ګروپ کې شاملې دي.
ټاکل شوې چې د اته غوره لوبډلو یا د نړیوال جام په دویم پړاو کې هره لوبډله درې سیالۍ وکړي او د سر څلور لوبډلې به د نیمه پایلوبو پړاو ته لاره مومي.
د جون پر ۲۰مه د انګلینډ او بل کوربه وېسټ انډیز ترمینځ سیالي کېږي.
د کرکټ ۲۰ اووره نړيوال جام سیالۍ د جون له دویمې راهیسې په امریکا او وېسټ انډیز کې روانې دي چې پکې ۲۰ لوبډلو ګډون کړی دی چې ورڅخه یې ۱۲ په لومړي پړاو کې له سیالیو ووتې. ټاکل شوې چې د جام پایلوبه د جون پر ۲۹مه په باربېډوس کې وشي.