امریکایي ولسمشر جو بایډن په غزه ښار کې بشري مرستو ته منتظرو فلسطینیانو ته پر اوښتې مرګژوبله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا ډول پېښې د اوربند په خبرو کې مشکلات پېدا کولی شي.
د فبرورۍ پر ۲۹مه په غزه ښار کې بشري مرستو ته د منتظرو فلسطینیانو پر ګڼه ګوڼه د اسرایيلو په برید کې د عیني شاهدانو په وینا، تر ۱۰۰ زیات کسان ووژل شول.
په غزه کې د صحت وزارت چارواکي وایي، له دې سره د ۲۰۲۳ز کال له اکتوبر راهیسې په روانه جګړه کې د وژل شویو شمېر تر ۳۰،۰۰۰ اوښتی دی.
بلخوا اسراییلو ویلي دي چې زیاتره خلک د خوراکي مرستې ترلاسه کولو پر وخت په ټېل ماټېل کې تر پښو لاندې شوي دي او عسکرو یې هغه وخت ډزې پیل کړې چې کله يې له ګڼې ګوڼې خطر احساس کړ.
غربي هېوادونو هم هغه پېښه غندلې ده.
په غزه کې د اسرایيلو په پوځي عملیاتو کې ولسي سیمې ویجاړې شوې دي او نېږدې ټوله ابادي یې بېځایه شوې او د سیمې اوسېدونکي له لوږې سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو ارقام ښيي چې غزې ته د ټولو بشري مرستو کچه په فبرورۍ میاشت کې د جنورۍ پرتله نیمایي ته کمه شوې ده. د ملګرو ملتونو په وینا، په غزې تړانګه کې لږترلږه ۵۷۶،۰۰۰ کسان له قحطۍ یو ګام لیرې دي.