د امريکا د مالیې وزیرې ويلي چې دا ډېره مهمه ده چې هېواد يې د اوکراین د ملاتړ ژمنې پوره کړي.
جېنېټ یلېن د فبرورۍ پر ۱۴مه د مېشېګن ايالت په ډېټرایټ ښار کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال خبرداری ورکړ چې د ژمنو نه پوره کول به د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتين زړور کړي چې پر نورو هېوادونو بريد وکړي.
هغې د امريکا د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر هغو تازه څرګندونو هم غصه وښووله چې پکې یې د ناټو پر غړو هېوادونو د بريد په اړه د امريکا د ملاتړ هوډ تر پوښتنې لاندې راوستی وو. هغې وويل چې د هغه څرګندونې ډېرې غیرذمه وارانه ګڼي.
يلېن د امريکا استازو جرګې پر غړو ټينګار وکړ چې د اوکراین، اسراييلو او تايوان لپاره دې د ۹۵.۳۴ اربه ډالرو پوځي مرستې منظورې کړي.