د امریکا حکومت د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په خپاره کړي رپورټ کې ویلي چې پاکستان په تېرو څلورو میاشتو کې یو شمېر هغه افغانان افغانستان ته بېرته استولي چې ټاکل شوې وه امریکا ته ولېږدول شي.
د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د رپورټ له مخې، سیګار په دې اړه د خپل رپورټ په نتیجه کې څرګنده کړې چې ګڼ شمېر داسې افغانان، چې په افغانستان کې یې له امریکایانو سره کار کړی وو، او ټاکل شوې وه چې امریکا ته وغوښتل شي، په تېرو څلورو میاشتو کې له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته استول شوي دي.
رپورټ وايي، د دې لپاره چې امریکا په افغانستان کې ډیپلوماټیک شتون نه لري، نو د هغو افغانانو د انتقال پروسه له افغانستانه پرمخ نه شي وړلای چې باید امریکا ته ولېږدول شي.
په رپورټ کې دا هم ویل شوي چې افغانستان ته په بېرته لېږل شویو افغانانو کې داسي کسان هم شته چې په افغانستان کې یې ژوند له جدي خطر سره مخامخ دی.
دا په داسي حال کې ده چې پاکستان د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر په مياشت کې اعلان وکړ چې د نومبر له لومړۍ نېټې څخه له هېواده د بې اسناده بهرنیو، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، ایستل پیلوي او دې ته يې دوام ورکړی دی.