د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت د غوړیو ۲۱ کارخانې تړلې دي


په راولپېنډۍ کې یو کس د غوړیو دوکان مخې ته تېرېږي - پخوانی انځور.
په راولپېنډۍ کې یو کس د غوړیو دوکان مخې ته تېرېږي - پخوانی انځور.

د خيبر پښتونخوا د خوړو ادارې په هغه صوبه کې د خوراکي تېلو او غوړیو جوړولو ۲۱ کارخانې تړلې دي.

د خوراک د محکمې سېکرټر ظریف الماني د جنورۍ پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل چې د غوړیو په هغو کارخانو کې یې د کارېدونکو شیانو معاینه کړې چې پکې معلومه شوه چې له غوړیو څخه زهرجن مواد په سمه توګه نه ایستل کېدل. "چيرته چې هم د غوړو کارخانه وي، هلته به د صابون کارخانه هم وي. ځکه چې کله غوړي پراسېس کېږي نو ورڅخه صابون وځي. نو که هلته د صابونو کارخانه نه وي نو د دې معنا دا ده چې هلته [غوړي په سم ډول] نه پراسېس کېږي."

نوموړي وویل چې په همدې طریقه یې معلومه کړه چې هغه کارخانې خپل کار سم نه کوي نو ځکه یې هغه کارخانې وتړلې.

د هغو کارخانو مالکانو لا د حکومتي اقدام په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

د غوړیو او خوراکي تېلو د کارخانو د ټېسټونو د حکومتي راپور له مخې، په خيبر پښتونخوا کې د غوړیو د ۱۰ کارخانو مصنوعات د استعمال لپاره سم ګرځول شوي دي.

حکومت د تړل شويو ۲۱ کارخانو مالکانو ته ويلي چې خپل ټول مصنوعات دې له بازاره ټول کړي. حکومت هغوی ته دا هم ویلي دي چې کله هغه کارخانې د معياري شیانو د جوړولو ضمانت ورکړي نو بیا به یې پرانیزي.

XS
SM
MD
LG