د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور له قضايي ودانۍ سره نېږدې په ډزو کې ۱ تن وژل شوی، ۳ ژوبل دي


ژوبل کسان د پېښور لېډي رېډنګ روغتون ته لېږدول شوي دي ـ پخوانی انځور.
ژوبل کسان د پېښور لېډي رېډنګ روغتون ته لېږدول شوي دي ـ پخوانی انځور.

د پېښور په جوډېشل یا قضايي کمپلېکس کې په ډزو کې یو تن وژل شوی او درې ژوبل دي.

پولیس وایي، د جنورۍ پر اتمه پولیسو درې تنه د یوې قضیې د اورېدنې لپاره عدالت ته وروستي ول چې له ودانۍ سره ناست تن ورباندې ډزې وکړې.

پولیسو په بیان کې ویلي دي چې په ډزو کې د یو پولیس په ګډون څلور تنه ژوبل شول چې یو یې په روغتون کې سا ورکړه.

پولیس زیاتوي چې مشکوک بریدګر یې نیولی دی او ورڅخه یې پلټنې پیل کړې دي.

د پېښور د لېډي رېډنګ روغتون وياند محمد عاصم مشال راډیو ته وويل چې ژوبل کسان هلته تر درملنې لاندې دي چې پکې د يو تن روغتیایي حالت ښه نه دی.

په پاکستان په ځینو وختونو کې په عدالتي ودانیو کې دننه بریدونه کېږي. د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۱۶مه یې د پېښور های کورټ په ودانۍ کې پښتون ملتپال سیاستوال او وکیل عبداللطیف اپرېدی وژل شوی وو.

XS
SM
MD
LG