د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي ویلي دي چې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له وروستي پرېکړه لیکه هرکلی کوي.
کرزي د جنورۍ پر لومړۍ نېټه پر خپله اېکس پاڼه په خپور شوي بيان کې ليکلي: "لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو په پرېکړه لیک او د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ځانګړي راپور کې راغلي دي، ملي هوکړه او د خلکو د ارادې استازيتوب د دایمي سولې او ثبات د ټينګښت لاره ده."
پخواني ولسمشر یو وار بیا په افغانستان کې د نجونو او هلکانو پر تعلیم او د ټولنې په ټولو چارو کې د ښځو ونډه د هېواد د پرمختګ ضامن بللې ده.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دیسمبر پر ۲۹مه په خپل پرېکړه لیک کې د جنسیت او بشري حقونو په برخه کې افغانستان ته د یوه ځانګړي استازي د معرفي کولو غوښتنه کړې وه.
په پرېکړه لیک کې د افغانستان له ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ملي يوالي، ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو پر ملاتړ هم ټینګار شوی دی. بلخوا د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو دا پرېکړه لیک رد کړی او ویلي یې دي چې د یوناما یا د ملګر ملتونو د استازولۍ په موجودیت کې د بل استازي لیږل اړین نه دي.