د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین وايي روسیې پر خارکیف لوی هوايي برید کړی دی


په خارکیف کې د توغندي په برید کې یو هوټل ته زیان اوښتی دی - د ډېسېمبر ۳۱مې انځور.
په خارکیف کې د توغندي په برید کې یو هوټل ته زیان اوښتی دی - د ډېسېمبر ۳۱مې انځور.

اوکرایني چارواکو ویلي، روسیې د ډېسېمبر پر ۳۰مه شپې ناوخته د اوکراين په شمال ختیځ کې پر خارکیف ښار یو لوی هوايي برید کړي چې پکې د استوګنې ودانۍ، یو کلېنېک، یو هوټل او ملکي بېخبنا (انفراسټرکچر) ته زیان اوښتی دی.

د خارکیف د ښاروال دفتر د ډېسېمبر پر ۳۱مه پر ټېلېګرام ليکلې دي چې "۱۶ کسان د برید ښکار شوي" دي خو نور معلومات يې نه دي ورکړي. د اوکراین د څارنوال دفتر ویلي دي چې په برید کې ۲۶ تنه زخميان دي. البته چارواکو په برید کې په سمدستي ډول د وژل شویو شمېر نه دی ورکړی.

د اوکراين د کورنیو چارو وزیر اېګور کلېمېنکو ويلي دي چې "په ښکار شویو کې د برتانیا یو خبریال هم شامل دی" خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

چارواکي وايي، یو توغندی پر یو پینځه ستوریز هوټل لګېدلی دی.

د اوکراین پوځ وایي چې روسیې هغه برید د هېواد له لویدیځې سېمې بېلګورود سیمې څخه کړی دی او پکې یې د ایران جوړ شاهد ډرون الوتکې او توغندي کارولي دي.

دا برید تر هغې وروسته شوی دی چې روسیو چارواکو ادعا وکړه چې اوکراینیو سرتېرو د خپل هېواد له پولې ۲۵ کېلومیټره لیرې د روسیې په بېلګورود ښار کې لږترلږه ۲۰ملکیان وژلي دي. د روسیې د بیړنیو چارو وزارت ویلي دي په هغه برید کې ۱۱۱ کسان ژوبل شوي هم دي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د روسیې راپورونه نه شي تاییدولای او اوکراین هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG