د اوکراین په جنوبي ښار خېرسون کې په ډرون برید او ختیزه سیمه سومي کې د روسیو ځواکونو په بمبارۍ کې لږترلږه څلور کسان ژوبل شوي دي.
د خېرسون ښار پوځي انتظامیې مشر رومان مروچکو ویلي دي چې د ډېسېمبر پر ۱۹مه په هغو بریدونو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم ژوبل شوي دي.
د سومي پوځي انتظامیې راپور ورکړی دی چې پر ځینو کلیو د روسیو ځواکونو په بمبارۍ کې دوه کسان ژوبل شوي دي.
بریدونه پر داسې مهال شوي دي چې د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د کال په وروستي خبري کانفرانس کې ویلي، د دې باوجود چې هېواد یې لا هم له "ډېرو ننګونو (چیلېنجونو) سره مخامخ دی" روسیې په ۲۰۲۳ز کال کې په اوکراین کې خپل "یو جنګي هدف هم نه دی ترلاسه" کړی.
بل پلو رویټرز اژانس د ډېسېمبر پر ۱۹مه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د مشر فولکر تورک له خولې لیکلي دي چې روسیه په اوکراین کې د ولسي خلکو د ژوند په ژغورلو کې د مناسبو اقداماتو په کولو کې پاتې راغلې او داسې ښکاري چې روسيو ځواکونو په اوکراین کې "جنګي جنایتونه" کړي دي.
مسکو په خېرسون او سومي کې د بریدونو او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د مشر د ادعاو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې دا ډول تورونه رد کړي او وايي چې په جګړه کې ملکیانو ته زیان نه رسوي.