د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران کې د حجاب نه لرلو په تور شکنجه شوې نجلۍ مړه شوه


ارمیتا ګراوند د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په کوما حالت کې د تهران له یوې میټرو روغتون ته ولېږدول شوه.
ارمیتا ګراوند د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په کوما حالت کې د تهران له یوې میټرو روغتون ته ولېږدول شوه.

په ایران کې ۱۶ کلنه ارمیتا ګراوند چې له څه مودې راهیسې په کوما حالت کې وه، د اکتوبر په ۲۸مه نېټه یې ساه ورکړه.

ویل شوي دغه تنکۍ پېغله په بشپړ ډول د حجاب د نه رعایت په تور له پولیسو سره لاس و ګرېوان شوې وه او د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په کوما حالت کې د تهران له یوې میټرو روغتون ته ولېږدول شوه.

د ایران ایرنا خبري اژانس د اکتوبر پر ۲۸مه راپور ورکړی چې ارمیتا د مغزي صدمې له کبله په کوما کې د څه وخت له تېرولو وروسته ساه ورکړه.

د ګراوند قضیې په لوېدیځ کې اندېښنې ولاړې کړې دي.

وروسته له هغې چې د ارمیتا ګراوند ویډیو پر ټولنیزو شبکو خپره شوه، چې پکې هغه په بېسده حالت کې له میټرو لېږدول کېږي، جرمني او امریکې پرې اندېښنې وښودې.

په ټولنیزو رسنیو کې د دغې نجلۍ قضیه د بلې ایرانۍ پیغلې مهسا امیني قضیې ته ورته بلل شوې چې څه باندې کال وړاندې په بشپړ ډول د حجاب نه رعایتولو په تور، د ګشت ارشاد پولیسو له خوا تر نیول کېدو وروسته په توقیف کې مړه شوه.

XS
SM
MD
LG