د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ نړيوال جام: جنوبي افریقې بنګلادېش ته ماتې ورکړه


د جنوبي افریقې کوېنټن ډي کاکا يوه بله سلیزه ووهله.
د جنوبي افریقې کوېنټن ډي کاکا يوه بله سلیزه ووهله.

د پنځوس اووره نړيوال کرکټ جام په يوه بله سیالۍ کې جنوبي افریقې بنګلادېش ته په ۱۴۹ منډو ماتې ورکړه.

د اکتوبر پر ۲۴مه، د هند په ممبۍ کې شوې دې سيالۍ کې لومړۍ توپوهنه جنوبی افریقې وکړه او په ۵۰ اوورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په اوټ کېدو ۳۸۲ مندې جوړې کړي. په دغو کې د کوېنټن ډي کاک ۱۷۴ او هېنريک کلاسين ۹۰ منډې شاملې وې.

د بنګلادېش لوبډلې دا هدف پوره نه کړای شو او ټول لوبغاړي یې د ۲۳۳ منډو په کولو سره په ۴۷م اوور کې اوټ شول. د بنګلادېش محمدالله يوازينی لوبغاړی وو چې ښه لوبه یې وکړه. هغه ۱۱۱ منډې جوړې کړې.

د بنګلادېش محمدالله ۱۱۱ مندې وکړې
د بنګلادېش محمدالله ۱۱۱ مندې وکړې

د جنوبي افریقې ډي کاک د لوبې غوره لوبغاړي جایزه واخیسته. هغه تر اوسه په روان نړيوال جام کې درې سلیزې وهلې دي. جنوبي افریقې تر دې مخکې په څلورو لوبو کې ۳ ګټلې او یوه یې بایللې وه. بنګله دېش بیا په خپلو تېرو څلورو سیاليوو کې یوه ګټلې او ۳ بایللې وي.

د اکتوبر پر ۲۵مه، به اسټرالیا د نيدرلېنډز سره سیالي کوي. دا لوبه په دهلي کې کېږي.

د اکتوبر پر ۲۳مه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبه د افغانستان په بري پای ته ورسېده. پاکستان افغانستان ته د ۲۸۳ منډو هدف ټاکلی وو چې هغوی په ۴۹م اور کې په داسې حال کې پوره کړ چې اته ویکټې یې لا په لاس کې وې. پر دې بریا، افغانانو د افغانستان دننه او بهر پراخ جشنونه ولمانځل.

په نړيوال کپ کې تر اوسه هند يوازینۍ لوبډله ده چې خپلې ټولې سیالۍ یې ګټلې دی. دوی تر اوسه ۵ لوبې کړې. د جنوبي افریقې په شان نيوزيلېنډ هم په ۵ سیاليوو کې ۴ ګټلې او يوه یې بایللې ده.

د کرکټ د دې نړیوال کپ لوبې د اکتوبر پر پنځمه په هند کې پیل شوې وې. پایلوبه به یې د نومبر پر ۱۹مه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG