د روسیې، اذرباجیان او ارمينا د بهرنیو چارو وزیر د جولايي پر ۲۵مه په ماسکو کې لیده کاته کوي.
دا بېلې او درې اړخیزې خبرې اترې په داسې وخت کې دي چې پر لاچین دهلیز او هغې یوازېنۍ لارې ترينګلتیا موجوده ده چې ارمېنیا له بېلې شوې سیمې نګورنو قره باغ سره نښلوي.
د روسیې د دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزیران به په نګورنو قرباغ کې د ترينګلتیا کمولو لپاره د لارو چارو جاج اخلي او پر هغه ګامونو به بحث کوي چې د امن درې اړخیز تړون عملي کوي.