د لاسرسي ځای

تازه خبر

عرب ليګ د شام غړيتوب بحال کړ


د عربي ټولنې د غړو هېوادونو استازو د مې پر اوومه په قاهره کې غونډه وکړه.
د عربي ټولنې د غړو هېوادونو استازو د مې پر اوومه په قاهره کې غونډه وکړه.

عربي ټولنه (عرب لیګ) وايي، د غړو هېوادونو استازو په هغه سازمان کې د شام (سوریې) د بیا ورګډولو په حق کې رایه ورکړې ده.

د مې پر اوومه د مصر په پلازمېنه قاهره کې رایه اچونه پر داسې مهال شوې ده چې په عربي ټولنه کې د شام غړیتوب ۱۲ کاله ځنډېدلی وو.

تر دې یوشمېر ورځې مخکې ډېپلوماټانو په اردن کې د عربي هېوادونو په هغه سازمان کې د شام د غړیتوب د فعالولو پر لارو چارو بحث وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې په شام کې شخړه په دوامداره توګه په کمېدو ده او ټاکل شوې چې د مې پر ۱۹مه د سعودي عرب په کوربه توب د عربي ټولنې سرمشریزه وشي.

په عربي ټولنه کې د شام غړیتوب ۱۲ کاله مخکې هغه مهال وځنډول شو چې په هغه هېواد کې ولسي پاڅون په شخړه واوښت.

د ۲۰۱۱ز کال له مارچ راهیسې په سوریه کې په نښتو او تاوتریخوالي کې شاوخوا پینځه لکه کسان وژل شوي او تر جګړې مخکې د هغه هېواد له ۲۳ مېلیونه وګړو څخه یې نیمايي بې کوره شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG