په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، د یوشمېر روسیو، ایرانيو او پاکستانيو شرکتونو په ګډون د سوداګریزو کمپنیو یو کنسورشییم یا ډله جوړوي.
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د فبرورۍ پر ۲۲مه رویټرز اژانس ته وویل چې د شرکتونو ترمینځ د هوکړې سند د افغانستان په مرکز کابل کې لاسلیک شوی دی.
ده دا و نه ویل چې سند کله لاسلیک شوی دی خو زیاته یې کړه چې هوکړه د شاوخوا یو اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو ارزښت لري او ۱۴ افغان سوداګر هم په کنسورشییم کې شامل دي.
تر دې مخکې، د کانونو په برخه کې له چین سره هم ځینې موافقې شوې وې، خو په نوې جوړه شوې ډله کې د چین نوم نه دی یاد شوی.
د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د هغه هېواد اقتصاد له ستونزو سره مخامخ دی چې د یوه منظم بانکي نظام نشتوالي ستونزې لا زیاتې کړې دي.