د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارسده کې دوه پولیسان وژل شوي، يو ژوبل دی


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د چارسدې پولیس وايي، د نامعلومو کسانو لخوا په ترسره شوي یو برید کې د پولیسو دوه سرتېری وژل شوي او یو ژوبل شوی دی.

پولیس وايي، برید د جنورۍ د ۲۱مې نېټې په ماښام د نیسته پولیس سټیشن په حدودو کې ترسره شوی دی. دوی وايي، بریدګرو د نیستې په نوښار سړک په جوړې شوې څوکۍ ډزې کړي او هلته موظف پولیس سرتېري یې په نخښه کړې دي.

جیو نیوز، ایکسپریس ټریبیون او ډیلي چارسده نیوز فیس بک پاڼې لیکلي وسله والو د ډیري زرداد پولیسو په څوکۍ دغه برید ترسره کړی دی. د راپورونو له مخې وژل شوي پولیس والا رمیز او عمران نومېږي او ژوبل شوی پولیس سرتېری یوسف دی.

پولیس وايي، وسله وال له ډزو وروسته تښتېدلي خو د هغوی د پلټنې عملیات روان دي. د برید ذمه واري تر دې دمه چا نه ده قبوله کړې.

په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې پر پولیسو او امنیتي مامورینو د وسله والو بریدونه زیات شوي دي. د جنورۍ پر ۱۹مه، په خیبر ضلع کې په یوه ځانمرګي برید کې دوه پولیس وژل شوي ول. د خیبر ضلعې پولیسو مشر محمد عمران مشال راډیو ته وويل چې د جمرود پر تخته بېګ امنيتي پوسته وسلوالو ځانمرګی برید وکړ چې په نتيجه کې يې دوه پوليسان ووژل شول او يو کارکوونکی ژوبل شو. د هغه برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې قبوله کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG