ازادې اروپا راډیو د لاتویا په پلازمېنه ریګا کې خپل نوی دفتر پرانیستی دی چې د روسیې د "ناسمو معلوماتو خپرېدو" او "سانسور یا سېنسرشېپ" د هڅو مخنیوی وکړي.
د ازادې اروپا رادیو مشر جېمي فلای د جنورۍ پر ۱۲مه په بیان کې ویلي دي چې د روسیې "د زیان رسوونکي نفوذ ختمولو" او هغو کسانو ته د هیلې ورکولو لپاره ګډ کار کولو ته لېواله دی چې له "خپلواکۍ بې برخې" دي.
مشال او ازادي راډیوګانې د ازادې اروپا راډیو برخې دي چې د امریکا کانګرس یې تمویلوي.
ټاکل شوې چې د ریګا دفتر به د ازادې اروپا راډیو د خبرونو له لویو څانګو څخه یو وي.
له ریګا څخه به په روسۍ ژبه خپرونې کېږي چې پکې به د ازادې اروپا راډیو د کرنټ ټایم ټېلېوېژن سهارنۍ خپرونې ترڅنګ پلټنیز رپورټونه او تفریحې خپرونې هم شاملې وي.
له تېرو لسیزو راهیسې د کرېملېن له لوري د ازادې اروپا راډیو پر ضد د کاروایانو له کبله هغې ادارې د ۲۰۲۲ز کال په مارچ کې په روسیه کې خپل دفترونه وتړل.
د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د مسکو له یرغل راهیسې زیاتره خپلواکه رسنیو په روسیه کې د حکومتي فشار له وجې خپل دفترونه وتړل او یا له هغه هېواده ووتل.
روانه اوونۍ ازادې اروپا راډیو د لاتویا په ګاونډي هېواد لېتوانیا کې هم دفتر پرانیست چې موخه یې په بېلاروس کې خلکو ته معلومات رسول دي.