د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په چین، هانګ کانګ او متحده عربي اماراتو کې پر ۱۳ شرکتونو بنديزونه لګولي


د امريکا په سرښار واشنګټن ډي سي کې د کانګرېس پر ودانۍ (کېپيټل هيل) د امريکا بېرغ رپاند دی. انځور له ارشيفه
د امريکا په سرښار واشنګټن ډي سي کې د کانګرېس پر ودانۍ (کېپيټل هيل) د امريکا بېرغ رپاند دی. انځور له ارشيفه

د امریکا د خزانې وزارت پرون په چین، هانګ کانګ او متحده عربي اماراتو کې پر ۱۳ شرکتونو بنديزونه لګولي دي.

دا بنديزونه د ایران پر ضد د امریکا د بندیزونو د نه رعایتولو او د ایران د تېلو د جانبي محصولاتو په پلور کې د مرستې په خاطر لګول شوي دي.

د امریکا خزانې وزارت پرون (د نومبر پر ۱۸مه) پر خپلې رسمي ووبپاڼې ليکلي چې دغو شرکتونو د ایران د تېلو د ملي شرکت په شمول د هغو شرکتونو په نیابت، چې امریکا بندیزونه ورباندې لګولي، په ختيځې اسیا کې د سلګونو میلیونو ډالرو په ارزښت د ایران د پېټرو کيمياوي او پېټروليم مصنوعاتو په پلور کې مرسته کړې ده.

د ترهګرۍ او مالي چارو په برخه کې د امريکا خزانې وزارت مرستيال براين نېلسن ويلي چې امريکا به د هغو عناصرو پر ضد بنديزونو لګولو ته دوام ورکړي چې تر بنديز لاندې پلور کې مرسته کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG