د زرګونه بهرمېشتو پاکستانیانو ځنډېدلي پاسپورټونه نوي کېږي: توری
د پاکستان وفاقي حکومت پرېکړه کړې چې هغو ۲۷،۰۰۰ بهرمېشته پاکستانیانو ته پاسپورپوټه نوي کړي چې د بېلابېلو لاملونو پر بنسټ له اوږدې مودې راهیسې ځنډېدلي ول. د بهرمېشته پاکستانیانو د چارو وزیر ساجد حسین توري د مې پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، د کورنیو چارو وزارت ښايي له راتلونکې اوونۍ څخه د پاسپورټونو ورکړه پیل کړي. نوموړي له ګل ایاز سره په اوونیزه خپرونه "مشال مرکه" کې پر خپلو چارو تفصیلي خبرې کړې دي چې تاسې یې د مې پر ۲۲مه د پېښور پر وخت د مازیګر پر څلور نیمو بجو اورېدای شئ.