کندهار کې د رخت د کارخانې بیا فعالولو هڅې پیل شوي
په کندهار کې د طالبانو د حکومت ولایتي ادارې د نخي او پشمي ټوکر یا رخت د فابریکو د بیا فعالولو هڅې پيل کړي دي. یو وخت په هغو کارخانو شاوخوا ۱۰،۰۰۰ کسانو کار کاوه خو له تېرو ۱۶ کلونو راهیسي يې دروازې تړل شوي دي. په ورته وخت کې د صنعایو او کانونو خونه وايي، چې حکومت دې په دې برخه کې له شخصي څانګې سره په ګډه کار وکړي. نور په ویډیويي رپورټ کې.