د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازادې اروپا راډیو مشر د خبریال اندرې کوژینچکي نیول غندلي


کوژینچکي په مینسک کې د هغه د کور له مخې په سپینو جامو کې ناپیژندل شویو څلورو کسانو نیولی وو، د هغه کور یې پلټلی وو او بیا یې هغه ځاي ته وړی وو  چېرې چې یې ښځه او بچي ژوند کوي.
کوژینچکي په مینسک کې د هغه د کور له مخې په سپینو جامو کې ناپیژندل شویو څلورو کسانو نیولی وو، د هغه کور یې پلټلی وو او بیا یې هغه ځاي ته وړی وو  چېرې چې یې ښځه او بچي ژوند کوي.

د ازادې اروپا راډیو مشر جیمي فلاي په بیلاروس کې د حکومتي چارواکیو له خوا د خبریال اندرې کوژینچکي نیول غندلي او بې له څه شرطه یې په سمدستي توګه د هغه د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

کوژینچکي د ازادې اروپا راډیو د بیلاروس څانګې سره د خبریال په توګه کار کاوه.

جیمي فلاي ویلي دي چې د الیکسنډر لوکاشینکا په واکمنۍ حکومت په بیلاروس کې د ازادې میډیا د ځپلو هڅو ته دوام ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې اندرې کوژینچکي د لوکاشینکا د حکومت ایجنټانو یوازې له دې کبله تښتولی دی چې هغه یو خبریال دی.

کوژینچکي په مینسک کې د هغه د کور له مخې په سپینو جامو کې ناپیژندل شویو څلورو کسانو نیولی وو، د هغه کور یې پلټلی وو او بیا یې هغه ځاي ته وړی وو چېرې چې یې ښځه او بچي ژوند کوي.

دغه څلورو کسانو د خبریال له کوره نغد رقم ، موبایل او د هغه د میرمنې الیکټرونیکي سامانونه هم وړي دي.

د نوموړي تر نیول کیدو وړاندې د لوکاشینکا د ریژیم له خوا د ازادې اروپا راډیو د بیلاروس څانګې په ټیلي ګرام چینل هم برید شوی وو.

د لوکاشینکا په واکمنۍ کې له کلونو راهیسې د ازادې اروپا راډیو خبریالان او فعالیتونه له سخت فشار سره مخ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG