د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېژندل شوې افغانه شربت ګله ایټالیا ته ورسېده


شربت ګله
شربت ګله

د افغانستان هغه پېژندل شوې مېرمن شربت ګله ایټالیا ته ورسېده چې عکس یې د نېشنل جیوګرافیک مجله کې تر چاپ وروسته نړیوال شهرت موندلی وو.


د ایټالیا د وزیراعظم ماریو دراګي دفتر د نومبر پر ۲۵مه په یوه اعلامیه کې وویل چې هیواد یې ایټالیا ته د شربت ګلې لېږدول له هغه تنظیم کړل چې لومړی هغې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې وه.

شربت ګله له هغه وروسته د 'شنو سترګو' لرونکې افغانې کډوالې په توګه په نړیواله سطحه مشهوره شوه چې د امریکا پېژندل شوي عکاس سټیف مککیوري په ۱۹۸۴ز کال د پاکستان په یوه کمپ کې د هغې عکس واخېست او عکس یې په نېشنل جیوګرافیک مجله کې چاپ شو.

پاکستاني چارواکو په ۲۰۱۴ز کال کې شربت ګله د پاکستاني شناخت کارډ په رانیولو تورنه او له پاکستانه یې د هغې د وتلو امر وکړ.

شربت ګله، په ۲۰۱۶ز کال کې کابل ته ستنه شوه چې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له هرکلي سره مخامخ او د یوه اپارتمان کیلي هم ورکړل شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG