د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د قانوني ویزو لرونکیو افغانانو لپاره د تورخم لار پرانستې  


تورخم لار
تورخم لار

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د پاکستان سفارت د اکتوبر پر ۲۱مه په یو بیان کې ویلي چې هغه افغانان د تورخم په لاره پاکستان ته د تګ اجازه لري چې قانوني ویزې لري.

په بیان کې راغلي چې په دغه اړه د کورنیو چارو وزارت نه د ځانګړی اجازتنامې شرط هم لیرې کړل شوی دی.

بل خوا د لنډيکوتل ایډیشنل اسسټنټ کمشنر اشراف الدین نن مشال راډیو ته ویلي چې له نن ماسپښین څخه یوازې ان لاین ویزه لرونکي افغان وګړي کولی شي چې د تورخم په دروازه پاکستان ته داخل شي.

د تورخم امیګریشن چارواکي وایی هڅه کوي چې ان لاین او سټیکر ویزه لرونکو دواړه پاکستان ته د راتلو لپاره په مرحله واره توګه انتظام وکړي.

په پاکستان کې د کورونا د کنټرول مرکز د مې میاشتې له ۵ مې نېټې راهیسې په تورخم دروازه سفري محدودیتونه لګولي وو او افغان وګړو ته یی اجازه نه ورکوله چې پاکستان ته داخل شي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال د تورخم هغې غاړې ته په زرګونه افغان وګړي چې پاکستاني ویزې لري، په انتظار دي، چې کله به ورته د داخلېدو اجازه ورکول کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG