د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې دوو چاودنو دوه عسکر وژلي‌ او پينځه تنه یې ژوبل کړي


د بلوچستان چارواکي وايي، د کېچ ضلعې په بلیده سیمه کې یوې بمي چاودنې دوه سرحدي سرتېري وژلي او یو بل یې ژوبل کړی دی. (انځور:ارشیف)
د بلوچستان چارواکي وايي، د کېچ ضلعې په بلیده سیمه کې یوې بمي چاودنې دوه سرحدي سرتېري وژلي او یو بل یې ژوبل کړی دی. (انځور:ارشیف)

د بلوچستان چارواکي وايي د کېچ ضلعې په بلیده سیمه کې یوې بمي چاودنې دوه سرحدي سرتېري وژلي او یو بل یې ژوبل کړی دی.

په کوټه کې د سرحدي ځواکونو ویاند د سېپټېمبر پر ۱۱مه مشال راډيو ته وویل چي پېښه د سېپټېمبر پر نهمه په بلیده سیمه کې د نا څرګندو وسله والو لخوا د سړک غاړې د پټ کړل شوي بم له امله هغه وخت شوې ده کله چې د سرحدي ځواکونو یوه قافله له هغه ځایه تېرېده.

د چارواکي په خبره چاودنه د ریموټ کنټرول بم په وسیله شوې ده.

د دوی په وینا، وسله وال تر پېښې وروسته په تېښته کې بریالي شوي او د وژل شويو سرتېرو مړي ځايي روغتون ته تر رسولو وروسته کوټې ښار ته انتقال کړل شوي دي.


بلخوا د بلوچستان په قلات سیمه کې پر موټر سایکل سپرو وسله والو د پولیسو پر یو موټر د لاسي بم برید کړی دی.

په هغه پېښه کې د دوه پولیس اهلکارو په ګډون څلور نور کسان ژوبل شوي دي.

دغه پېښه د ۱۰م سېپټېمبر په شپه هغه وخت شوې چې د پولیسو یو موټر په قلات کې د کوټې -کراچۍ پر لوی سړک ګزمه کوله.

د قلات د پولیسو ډي اېس پي غلام حسېن باجوي ویلي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

د دواړو پېښو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG