د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان دولت او طالبان دې د نوي حکومت لپاره پر یوه فارموله وغږیږي


د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، دواړه لوري هم د افغانستان دولت او هم طالبان باید د یوه نوي حکومت د جوړېدو پر فورمول بحث وکړي.

خلیلزاد په دې اړه په سېشنبه له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه داسې وویل: "باید د شوروي له وتلو وروسته هغه تېروتنه د بیا ځل لپاره تکرار نه شي. هغه مهال هم د یوې سترې بریا یعنې د شوروي قواوو له وتلو وروسته، یوه ستره ناکامي یعنې کورنۍ جګړه د هغه ځای ناستې شوه. اوس هغه وخت رسېدلی چې یوه سیاسي هوکړه یې ځای خپل کړي او د ټولو د منلو وړ یو حکومت رامنځته شي."

د یوه مؤقت حکومت رامنځته کېدل کوم چې په کې ټول اختلافات حل کېدای شي، تقریباَ یو ثابت فورمول دی. 

خو خلیلزاد د نوي حکومت د جوړښت لپاره د دغه فارموله په اړه توضیحات ور نه کړل.

تر دې مخکې د اسوشیټېد پرېس خبري اژانس، د طالبانو د مذاکراتي تیم د یوه غړي سهیل شاهین له قوله راپور ورکړی و چې نوی حکومت باید د مذاکراتو له لارې رامنځته شي.

په راپور کې دا هم ویل شوي وو چې شاهین په افغانستان کې له واکه د ولسمشرمحمد اشرف غني د ګوښه کېدو غوښتنه کړې.

د طالبانو د مذاکراتي تیم یوه غړي سهیل شاهین ویلي نوی حکومت باید د مذاکراتو له لارې رامنځته شي.
د طالبانو د مذاکراتي تیم یوه غړي سهیل شاهین ویلي نوی حکومت باید د مذاکراتو له لارې رامنځته شي.

خو ښاغلي خلیلزاد یې په اړه وویل: "اول دې پر یوه فورمول هوکړه وشي، پرهغه تشکیل چې دا فورمول عملي کوي موافقه وشي. درېیم، پر کسانو دې بحث وشي چې چېرته وګمارل شي. د حل لاره، یو سیاسي فورمول، یو نوي حکومت او په هغه کې کسان، دا یو پکېج دی چې پرې هوکړه وشي."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ازادي راډیو سره په مرکه کې همدا راز ګواښ وکړ، که افغانان یوه سیاسي جوړجاړي ته ونه رسیږي، د دې امکان شته چې هېواد به په یوه دایمي جګړه کې ښکېل شي.

د سیاسي چارو کارپوه او په کابل کې د خصوصي پوهنتون استاد علي امیري ازادي راډیو ته وویل، د یوه مؤقت حکومت رامنځته کېدل کوم چې په کې ټول اختلافات حل کېدای شي، تقریباَ یو ثابت فورمول دی.

ولسمشرغني د سولې او جګړې په تړاو خپل دریځ د ملي شورا په فوق العاده غونډه کې روښانه کړ.
ولسمشرغني د سولې او جګړې په تړاو خپل دریځ د ملي شورا په فوق العاده غونډه کې روښانه کړ.

ښاغلي امیري زیاته کړه: ​"په دې خاطر ښاغلي خلیلزاد پر خپله فورمول باندې بحث نه دی کړی چې د حکومت جوړښت د توافق وړ نه دی. که هغه د سیاسي ډلو او له هغې ډلې د حکومت توافق د یوه مؤقت حکومت د رامنځته کېدو په اړه ترلاسه کړي، نو بیا یې فورمول واضح دی او هغه مهال کېدای شي چي پرې بحث وشي."

په همدې حال کې ولسمشرغني د سولې او جګړې په تړاو خپل دریځ د زمري میاشتې په ۱۱مه نېټه د ملي شورا په فوق العاده غونډه کې روښانه کړ.

ښاغلي غني وویل چې ده خپل انتخاب کړی او اوس د طالبانو وار دی چې خپله لاره غوره کړي.

غني زیاته کړه، طالبان دې یا د مذاکراتو میز تر شاه زمونږ سره زنګون په زنګون کېني او یا یې د جګړې په میدان کې زنګنونه ورماتوو.

هغه د طالبانو روانه جګړه فتنه وبلله او له افغانانو یې وغوښتل چې پر وړاندې یې یو موټی شي.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسد په لومړۍ نېټه له ولسمشر غني سره په ټیلیفوني خبرو کې له افغانستان سره د امریکا د بشري او پراختیايي مرستو پر دوام تأکید وکړ.

سپینې ماڼۍ ویلي، بایډن همدا راز پر دې هم ټینګار کړی تر هغو چې افغان ځواکونه د ځان دفاع ته نه وي چمتو شوي، امریکا به یې ملاتړ کوي.

واشنګټن ژمنه کړې چې ۳،۳ میلیارډه ډالر به امنیتي او دفاعي برخه کې او کابو درې سوه میلیونه ډالر به غیر نظامي برخه کې افغانستان سره مرسته کوي.

خلیلزاد د خپلې مرکې په پای کې ازادي راډیو ته ویلي چې د جګړې دوام به افغانانو ته د تلفاتو او تاوانونو پرته هېڅ هم پرځای پرې نه ږدي.

هغه دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کړي چې په هرات، هلمند، کندهار او د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې جګړې زور اخیستی.

XS
SM
MD
LG