چارواکي وايي، د صوماليه په پلازمينه موغاديشو کې ځانمرګي بريد لږ تر لږه اته کسان وژلي دي.
د جولای لسمې د بريد ذمه واري تندلارې ډلې الشباب منلې ده.
د صوماليې د پوليسو وياند صادق ادم علي ويلي چې د حملې هدف د موغاديشو د پوليسو کمشنر فرحان محمد قاروليح وو خو هغه ته هيڅ زيان نه دی رسېدلی.
الشباب له کالونو راهیسې په ولسي وګړو او حکومتي ځواکونو بريدونو کوي چې هدف يې په دې هېواد کې سخت مذهبي قانونونه نافذول دي.