د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړۍ کې له کووېډ-۱۹ څخه د مړو رسمي شمېر تر څلور میلیونه واوښت


 د روغتیا نړیوال سازمان وايي،نړۍ د وبا په خطرناک پړاو کې ده. انځور- ارشیف
د روغتیا نړیوال سازمان وايي،نړۍ د وبا په خطرناک پړاو کې ده. انځور- ارشیف

د روغتیا نړیوال سازمان "ډبلیو اېچ او"د جولای پر اوومه وویل، له کووېډ-۱۹ څخه په نړۍ کې د مړو شمېر تر څلور میلیونه لوړ شوی دی.

البته داسې فکر کېږي چې ښايي له ناروغۍ د مړو شمېر تر دې خورا زیات وي. په یو شمېر هېوادونو کې وبايي وضعیت په خرابېدو دی ځکه چې د وایرس ډېلټا بڼه په تېزۍ د خپرېدو په حال کې ده.

دې حالت ته په کتو په اسیايي هېوادونو او نورو ځایونو کې حکومتونه د محدودیتونو بیا لګولو ته اړ شوي. خو په عین حال کې په شتمنو هېوادونو کې محدودیتونه د نرمېدو په حال کې دي.

د ډبلیو اېچ او مشر تېدروس ایدهنوم ګیبریېسس د جولای پر اوومه وویل، "نړۍ د وبا په خطرناک پړاو کې ده."

په داسې حال کې چې د اولمپېک لوبو پیلېدو ته څو اوونۍ پاتې دي، ټاکل شوې چې جاپان په پلازمېنه ټوکیو کې د بیړني حالت اعلانولو ترڅنګ د کورونا وایرس مخنیوي لپاره نور اقدامات وکړي.

په امریکا کې د واکسینېدو د نسبتاً لوړ کچ باوجود د کورونا وایرس پېښې په زیاتېدو دي ځکه چې هلته د وایرس ډېلټا بڼه په غالبېدو ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG