د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې پروسږکال د جګړو مهال ۲۶۱۹ ماشومان مړه او معذوره شوي: ملګري ملتونه


په دې کې راغلي چې ملګرو ملتونو په ۲۰۲۰ز کال کې د ۶۷۰ افغان ماشومانو د وژنې او ۱۸۵۹ د معذوره کېدو تصديق کړی دی.
په دې کې راغلي چې ملګرو ملتونو په ۲۰۲۰ز کال کې د ۶۷۰ افغان ماشومانو د وژنې او ۱۸۵۹ د معذوره کېدو تصديق کړی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې په افغان شخړه کې ښکېلو غاړو له خوا د ماشومانو په لوی شمېر کې پر وژنو او يا معذوره کېدو لا هم اندېښمن دی.

پروسږکال په شخړه کې لږ ترلږه ۲۶۱۹ ماشومان وژل شوي او یا معذوره شوي ول.

سازمان (ماشومان او وسله والې شخړې) تر عنوان لاندې د جون پر ۲۲مه خپل کلنی رپورټ وړاندې کړ.

په دې کې راغلي چې ملګرو ملتونو په ۲۰۲۰ز کال کې د ۶۷۰ افغان ماشومانو د وژنې او ۱۸۵۹ د معذوره کېدو تصديق کړی دی.

سازمان زياتوي، په دې کې ۱۰۹۸ طالبانو يا نورو ډلو او ۹۶۲ حکومت يا حکومتي ځواکونو وژلي يا معذوره کړي دي.

رپورټ پر مخ ليکي چې په شخړه کې ښکېلو غاړو ۱۹۶ ماشومانو د جګړو لپاره بهرتي کړي چې پکې ډېر یعني ۱۷۲ طالبانو ګمارلي دي.

په دې رپورټ کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش په جګړه کې د ماشومانو د ګمارنې د مخنيوي لپاره د ۲۰۱۱ز کال کاري تګلارې او ۲۰۱۴ لارنقشې په عملي کولو کې د افغان حکومت روان پرمختګونه ستايلی دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG