اسراییلي جنګي الوتکو په روانه اوونۍ کې په دوهم ځل په غزه بمباري وکړه.
اسراییلو دا ګام تر هغه وروسته پورته کړی چې فلسطینیو وسله والو، د اسراییلو جنوب لور ته اورلګوونکي پوکاڼۍ وراېله کړې.
د جون پر ۱۷مه شپه د اورلګوونکو غبارو او بمبارۍ د اسراییلو او حماس ترمنځ کمزوری اوربند یو وارې بیا د خطر سره مخ کړی دی.
دا اوربند تېره مې میاشت د دواړو خواوو ترمینځ د ۱۱ ورځو تر سختې جګړې پس شوی و.
اسراییلو ویلي، د هغوی غاړې ته چې حماس کومې اورلګوونکې پوکاڼۍ ورپرې اېښې وې هغو فصلونو ته تاوان رسولی او په ځوابي بمبارۍ کې دوی د حماس یو مرکز او د توغندیو د توغولو یوه دستګا ویجاړه کړې ده.
په سملاسي ډول په غزه د اسراییلي جیټ الوتکو په بمبارۍ کې د ځاني تاوان په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.