د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو د کابل هوایي ډګر د فعالیت د تمویلولو لپاره موافقه وکړه


کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر
کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر

د ناټو مشرانو له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل هوایي ډګر د فعالیت تمویلولو لپاره موافقه وکړه.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د جون پر ۱۴مه د دې تړون د ۳۰ غړیو هېوادونو د سرمشریزې په پای کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: " ناټو او متحدان یې په اوس وخت کې پردې کار کوي چې په څه ډول د کابل د نړیوال هوایي ډګر د فعالیت دوام یقیني کولای شي.

د نن ورځې د سرمشریزې ترڅنګ لیدنې کتنې ترسره شوې، بې له شکه چې ترکیه په دغو هڅو کې اساسي ونډه لري. موږ دقیقاً د دې چارې د بشپړولو پر لارو چارو غور کوو، خو د کابل د نړیوال هوایي ډګر د فعالیت د دوام لپاره د ناټو او د متحدانو له خوا یې یوه قوي ژمنه شته. دا د ناټو او زموږ د غیر نظامي حضور د دوام او هم د نړیوالې ټولنې لپاره مهم دی. د همدې لپاره د دې کار د بشپړولو لپاره ریښتینې هڅې کوو."

په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې د پای په اعلامیه کې ویل شوي چې ناټو د ډیپلوماتیک او نړیوال حضور او هم له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو لپاره د کابل د هوایي ډګر اهمیت درکوي او د فعالیت د دوام لپاره به یې بودجه تامین کړې.

ناټو همدارنګه ويلي چې د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او تمویل ته به دوام ورکړي او د ډيپلوماتیک حضور د دوام لپاره به په کابل کې د ملکي استازولی دفتر وساتي.

په اعلامیه کې همدا شان د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې د ناټو په ملاتړ ټینګار شوی دی.

د ناټو د ۳۰ غړیو هېوادونو دغه سرمشریزه چې د لومړي ځل لپاره د امریکا ولسمشر جو بایډن هم په کې ګډون کړی داسې مهال ترسره شوه چې ټول نړیوال ځواکونه به د روان کال د سېپټمبر میاشتې تر ۱۱مې له افغانستانه ووځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG