د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنو کې وسله والو یو وکیل وژلی دی


پولیس وايي، وسله والو په بنو ښار کې پر وکیل بشیر رحمان برکي برید وکړ.
پولیس وايي، وسله والو په بنو ښار کې پر وکیل بشیر رحمان برکي برید وکړ.

د بنو پولیس وايي، وسله والو په ښار کې یو وکیل ویشتلی دی.

د پولیسو ویاند اصف حسن مشال راډیو ته وویل چې د جون پر ۱۴مه ماسپښین مهال پر موټرسایکل سپرو "ناپېژانده وسله والو" د بنو تاڼې په حدودو کې پر وکیل بشیر رحمان برکي ډزې وکړې او هغه یې وواژه.

د ده په خبره، وسله وال د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

د برکي ورور کامرېډ سلیم برکي مشال راډیو ته وویل، له هېچا سره دښمني نه لري.

تر اوسه دا روښانه نه ده چې پر وکیل ولې حمله شوې او د برید ذمه واري هم چا نه ده منلې خو پولیس زیاتوي چې د پېښې پلټنې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG