د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن د ناټو سرمشریزه کې پر افغانستان او نورو موضوعاتو خبرې کوي


امریکايي ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۱ز کال د جون پر ۱۳مه د ناټو په غونډه کې د ګډون لپاره برسلز ته ورسېد.
امریکايي ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۱ز کال د جون پر ۱۳مه د ناټو په غونډه کې د ګډون لپاره برسلز ته ورسېد.

ټاکل شوې چې امریکايي ولسمشر جو بایډن د جون پر ۱۴مه د بېلجییم په پلازمېنه برسلز (بروکسل) کې د ناټو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

بایډن د اروپا د سفر پر مهال د امریکا د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د واکمنۍ د څلورو کلونو تر بې نظمیو وروسته خپلو ملګرو اروپايي هېوادونو ته د تعلقاتو د بیارغونې اطمینان ورکړي.

بایډن د ناټو سازمان د ټولو ۳۰ غړو په سرمشریزه کې تر ګډون وروسته له خپل ترکي سیال رجب طیب اردغان سره په داسې حال کې ګوري چې د واشنګټن او انقرې ترمنځ تعلقات ترینګلي دي.

د ناټو اېتلاف مشرانو په ۲۰۱۸ز کال کې تر غونډې وروسته د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې مخامخ ملاقات نه دی کړی نو له افغانستانه د پوځیانو ایستلو، له چین او روسیې سره د تعلقاتو او دفاعي لګښتونو په ګډون پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG