د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

امریکا غریبو هېوادونو ته د کووېډ-۱۹ واکسین ورکوي

فایزر واکسین

امریکايي رسنۍ د یو شمېر سرچینو له خولې وايي، واشنګټن روان کال او په ۲۰۲۲ز کې د فایزر واکسین ۵۰۰ میلیونه خوراکونه واخلي او ۹۲ غریبو هېوادونو ته به یې ورکړي.

امریکا دا اقدام د کووېکس په نامه د هغه نړیوالې ټولنې تر چتر لاندې کوي چې پکې شتمن هېوادونه له بې وزلو هغو سره د کووېډ-۱۹ واکسینو مرسته کوي.

امریکايي ولسمشر جو بایډن هم د جون پر نهمه د دې اقدام اشاره ورکړې ده. نوموړی په نړیواله کچه د کووېډ-۱۹ واکسینو د کمښت او د غریبو او شتمنو هېوادونو ترمنځ د توپیر ستونزې هواري په لړ کې تر فشار لاندې دی.

د جون پر نهمه چې د ولسمشر په حېث له هېواده په لومړني بهرني سفر د روانېدو په وخت له بایډنه پوښتنه وشوه چې په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ واکسینو د وېش لپاره ستراتیژي لري او که نه؟ نو نوموړي ویلي چې لري یې او اعلان به یې کړي.

بایډن د اووه پرمختللي اقتصاد لرونکو هېوادونو د ټولنې یا جي - اووه په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د برتانیې په سفر دی.

باخبره سرچینو رسنیو ته ویلي، ټاکل شوې چې نوموړی د جون پر ۱۰مه د جي- اووه ټولنې سرمشریزې تر پیل مخکې د واکسینو په اړه د خپل پلان اعلان وکړي.

سرچینې وايي، امریکا به د فایزر واکسینو ۲۰۰ میلیونه خوراکونه چې ۱۰۰ میلیونه کسانو لپاره کافي دي، سږ کال بې وزله هېوادونو ته ورکړي او پاتې ۳۰۰ میلیونه خوراکه به په ۲۰۲۲ز کال کې ورکوي.

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

نیوزیلنډ د ټېسټ کرکټ د نړیوال جام اتل شو

د نیوزیلنډ د کرکټ لوبډله

نیوزیلنډ د ټېسټ کرکټ د نړیوال جام اتل شو. دې پینځه ورځنۍ لوبې د انګلستان په ساوت هیمپټن کې د باران له امله شپږ ورځې ونیولې.

نیوزیلنډ په دې پایلوبه کې تېره ورځ هند ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه.

دا په نړۍ کې لومړی ځل دی چې د ټېسټ لوبو پایلوبه کېږي.

د دې لوبو لړۍ د ۲۰۱۹ز کال په اګست کې پيل شوې وه چې د امتیازونو په ترڅ کې هند او نیوزیلنډ فاینل ته رسېدلي ول.

د کرکټ د نړیوال ټېسټ لوبو بل دور به د روان کال په اګسټ کې پيل شي او تر ۲۰۲۳ز کال پورې به هغه دوه لوبډلې په کې معلومې شي چې پایلوبې ته وځي.

د افغانستان امنیتي وضعیت له نیږدې څارو: میلي

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي وایي، امریکایي ځواکونه په افغانستان کې د وسله والو طالبانو پرمختګونه او د دې هېواد امنیتي وضعیت له نيږدې څاري.

نوموړي چې د جون پر ۲۳مه یې د امریکا د کانګرس یوې غونډې ته څرګندونې کولې وویل چې له ۴۱۹ ولسوالیو څخه د ۸۱ ولسوالیو مرکزونه طالبانو نیولي او زیاته یې کړه دا چې طالبان وایي، په وروستیو دوو میاشتو کې یې په لسګونو ولسوالۍ نیولي دا درسته نه ده ځکه د ده په وینا طالبانو پروسږ کال مخکې له دې چې امریکا له افغانستانه د ځواکونو د وتلو بهیرپیل کړي، په ۶۰ ولسوالیو کنټرول درلود.

جنرال میلي دغه راز ویلي چې له دغو پرمختګونو سره سره طالبان تراوسه نه دي بریالي شوي چې د یو ولایت مرکز ونیسي.

د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن چې د کانګرس استماعیه غونډې ته یې څرکندونې کولې وویل چې د طالبانو دغو پرمختګونو له افغانستانه د دوی د ځواکونو د وتلو بهیر نه دی اغېزمن کړی.

هغه زیاته کړه، دوی اوس پردې تمرکز کړی چې له دې هېواده د ځواکونو د ایستلو بهیر په خوندي، منظم او مسولانه ډول بشپړ کړي.

اسټن زیاته کړه، دغه بهیر په دقت د جوړ شوي پلان مطابق مخ ته ځي او له مخې یې نه یوازې دا چې د خپلو بلکې د خپلو متحدینو د ځواکونو د وتلو بهیر مو هم خوندي کړی دی.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر چې د مې له میاشتې راهیسې پیل شوی، د سېپټمبر تر ۱۱مې به بشپړ شي.

په بونېر کې درې مشکوک وسله وال وژل شوي

د خیبر پښتونخوا نقشه

پولیس وايي ، د خیبر پښتونخوا په بونیر کې یې درې مشکوک وسله وال وژلي دي.

د ترهګرۍ د مخنیوي پولیسو د جون پر ۲۳مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تیره ورځ یې د بونېر په جوړ سیمه کې له وسله والو سره په نښته کې درې وسله وال وژلي دي.

دا درې واړه وسله وال چې د سوات کبل اوسېدونکې وو ، پولیسو ته مطلوب وو.

په بیان کې راغلي دي چې دا وسله وال په امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو په بریدونو کې ککړ وو.

پولیسو ویلي دي چې له دغه ځایه یې درنه وسله هم تر لاسه کړې ده او په سیمه کې د لټون عملیات دوام لري.

تر اوسه وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.

بونېر له سوات سره په پوله د خیبر پښتونخوا غرییزه سیمه ده چې پکې په ۲۰۰۹ز کال کې د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو پر ضد پراخ عملیات هم شوي ول.

دا په داسې حال کې ده چې په سوات او اړونده سیمو کې له عملیاتو وروسته په یو شمېر سیاسي مشرانو او د امن کمیټیو په غړو بریدونه هم ترسره شوي دي.

میرامشا: دوه کسان په دوو هدفي بریدونو کې وژل شوي

د شمالي وزیرستان په میرامشا کې پولیس چارواکي وايي، په دته خېلو او میرلي کې په هدفي بریدونو کې دوه ځايي کسان وژل شوي او درې ټپیان شوي دي.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر شفیع الله ګنډه پور نن مشال راډیو ته وویل چې نن ( د جون پر ۲۳مه) په دته خېلو کې وژل شوي کسان وروڼه دي او د پولیسو غړي دي.

دغسې تیره شپه د میرلي په ایپي سیمه کې بیا پر ګاړي په هدفي برید کې درې تنه ټپیان شوي دي.

چارواکو زیاته کړه چې د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي.

د پېښو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې د جون پر ۲۲مه هم د کورمې په پاړه چنار کې نامعلومو وسله والو يو قبايلی مشر په ډزو وژلی وو.

د پوليسو ځايي مشر نجف علي وايي چې جون پر ۲۲ سهار وختي د بشرو قبیلې مشر ملک شريف زمان له غلام جان پل سره نږدې د مستريانو په مارکېټ ووژل شو.

هغه زياته کړه، تر وژل کېدو له مخه ملک شريف په يوه دوکان کې ناست وو او چې کله له هغه ځایه ووتلی او په موټر کې کېناستو چې دا مهال ورباندې د شا له خوا نامعلومه وسله والو ډزې وکړې.

د ده په وينا، بريدکوونکي په تېښته کې بریالي شوي دي چې پوليس يې د نيولو هڅې پیل کړي.

دا په تېرو دوو مياشتو کې د بشرو قام دوم مشر دی چې ورباندې حمله کېږي. تېره مياشت د بشرو قام يو بل مشر ملک اکبر خان نامعلومو وسله والو په حمله کې زخمي کړی وو.

د دواړو پېښو ذمه واري هېچا نه ده منلې.

افغانستان کې پروسږکال د جګړو مهال ۲۶۱۹ ماشومان مړه او معذوره شوي: ملګري ملتونه

په دې کې راغلي چې ملګرو ملتونو په ۲۰۲۰ز کال کې د ۶۷۰ افغان ماشومانو د وژنې او ۱۸۵۹ د معذوره کېدو تصديق کړی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې په افغان شخړه کې ښکېلو غاړو له خوا د ماشومانو په لوی شمېر کې پر وژنو او يا معذوره کېدو لا هم اندېښمن دی.

پروسږکال په شخړه کې لږ ترلږه ۲۶۱۹ ماشومان وژل شوي او یا معذوره شوي ول.

سازمان (ماشومان او وسله والې شخړې) تر عنوان لاندې د جون پر ۲۲مه خپل کلنی رپورټ وړاندې کړ.

په دې کې راغلي چې ملګرو ملتونو په ۲۰۲۰ز کال کې د ۶۷۰ افغان ماشومانو د وژنې او ۱۸۵۹ د معذوره کېدو تصديق کړی دی.

سازمان زياتوي، په دې کې ۱۰۹۸ طالبانو يا نورو ډلو او ۹۶۲ حکومت يا حکومتي ځواکونو وژلي يا معذوره کړي دي.

رپورټ پر مخ ليکي چې په شخړه کې ښکېلو غاړو ۱۹۶ ماشومانو د جګړو لپاره بهرتي کړي چې پکې ډېر یعني ۱۷۲ طالبانو ګمارلي دي.

په دې رپورټ کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش په جګړه کې د ماشومانو د ګمارنې د مخنيوي لپاره د ۲۰۱۱ز کال کاري تګلارې او ۲۰۱۴ لارنقشې په عملي کولو کې د افغان حکومت روان پرمختګونه ستايلی دي.

شمالي وزیرستان: بمي چاودنې یو عسکر ژوبل کړی

د شمالي وزیرستان تحصیل دوسلي په ګړیوم سیمه کې د سړک غاړې په بمي چاودنه کې یو امنیتي عسکر ژوبل شوی دی.

د سيمې امنیتي چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته وويل چې دغه پېښه نن ( د جون پر ۲۲مه) سهار رامنځته شوې.

تر برید وروسته امنيتي سرتېرو سیمه په ولکه کې اخیستې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.

تحریک طالبان پاکستان د برید ذمه واري منلې.

د جون پر ۱۹مه هم د چارواکو په وینا میرلي کې د امنیتي ځواکونو پر یوې ګشتي ډلې د سړک غاړې بمي برید شوی وو چې په کې یو سرتېری ژوبل شوی وو.

کراچۍ کې پوليسو په لسګونه مظاهره چيان نيولي

په دې مظاهرو کې د کورونو مالکان او د ولسي ټولنو غړي وو. انځور- ارشیف

د جون پر ۲۱مه مظاهره چيان د کراچۍ په ګوجر او اورنګي ناليو د جوړو هغو کورونو د ورانولو خلاف راټول شوي ول چې د تجاوزاتو خلاف په عملياتو کې ړنګول کېږي.

د دې عملياتو امر د پاکستان سپريم کورټ ورکړی دی.

په دې مظاهرو کې د کورونو مالکان او د ولسي ټولنو غړي وو. کراچۍ بچاو نومې غورځنګ چې دا مظاهره يې راجوړې کړې وه د جون پر ۲۱ مه يې پر ټوېټر ليکلي چې پوليسو د مظاهره چيانو ډک دوه بسونه يرغمال کړل او د ښځو او ماشومانو په ګډون يو شمېر کسان يې په حوالاتو کې بند کړل.

بلخوا د سېند اعلا وزير مراد علي شا وياند مرتضی وهاب د جون پر ۲۱مه په خپل ټويټ کې ليکلي چې پوليسو ورته ویلي دي چې د مظاهره چيانو په جيلونو کې د اچولو يا پرې د تشدد کولو خبرونه بې بنياده دي .

نوموړی زياتوي چې اعلا وزير د مکمل حالاتو معلومولو لپاره د اعلا کچې کمېټه هم جوړه کړې ده.

هند کې د کووېډ-۱۹ واکسیني بهیر بیا پیل شو

هندیان په کلکته کې د واکسین یوه مرکز مخې ته په انتظار ولاړ دي - انځور له ارشیفه

د هند حکومت په داسې حال کې د کووېډ-۱۹ واکسیني بهیر بیا پیل کړی چې هغه هېواد د واکسینو له کمښت سره مخامخ دی.

د جون له ۲۱مې په پیل شوي کیمپېن کې له ۱۸ کلونو زیات عمر لرونکي وړیا واکسینېږي.

هند د نړۍ له لویو واکسین جوړوونکو هېوادونو یو دی چې د واکسینو د کمي ستونزو اړ کړ چې په لنډمهاله ډول نورو هېوادونو ته د واکسینو برامد وځنډوي. دې کار په نورو هېوادونو کې واکسیني کیمپېنونه ټکني کړل.

هند تر اوسه له خپلو یو ارب او ۴۰۰ میلیونه وګړو څخه یوازې درې نیم فیصده واکسین کړي.

هغه هېواد په تیرو څو میاشتو کې د کورونا وایرس جهاني وبا زښت وځپه خو د روغتیا وزارت یې وايي چې اوس پکې د وایرس پېښې کمې شوې دي.

قطر: د فوټبال نړیوال جام نندارچیانو ته به کورونا واکسین لګېږي

قطر کې د فوټبال د نړیوال جام سیالیو لوبغالی

په قطر کې د ۲۰۲۲ز کال د فوټبال د نړیوال جام سیالیو مینه‌ وال د کووېډ-۱۹ واکسینولو ته اړ دي.

د هغه هېواد وزیراعظم شیخ خالد بن خلیفه بن عبدالعزیز الثاني د جون پر ۲۰مه دولتي رسنیو ته وویل، د فوټبال د نړیوالې اتلولۍ د کوربه په توګه، د سیالیو نندارې ته د ورتلونکو خلکو د خوندیتوب لپاره د یو میلیون خوراکه واکسینو تر لاسه کولو هڅې کوي.

خو دی زیاتوي، په ۲۰۲۲ز کال کې د نړیوال جام سیالیو تر وخته پورې ښايي "د نړۍ په زیاتره هېوادونو کې خلک واکسین شوي او خوندي به وي."

ټاکل شوې چې د نړیوال جام سیالۍ د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۲۱مه پیل شي.

ایران د تخنیکي ستونزو له وجې اټومي بجلي ګر وتاړه

د ایران د بوشهر اټومي برېښناکوټ وداني - انځور له ارشیفه

د ایران د اټومي توانایۍ اداره وايي، د هېواد یوازینی اټومي برېښناکوټ (بجلي ګر) یې د تخنیکي ستونزو له وجې تړلی دی.

د اټومي انرژۍ ادارې د جون پر ۲۰مه پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې د بوشهر بجلي ګر د خرابۍ او د انرژۍ وزارت ته د یوې ورځې تر نوټس ورکولو وروسته په لنډمهالي ډول تړل شوی دی.

د ادارې په خبره، د تخنیکي ستونزې تر هواري وروسته به په څو ورځو کې د بوشهر اټومي برېښناکوټ د هېواد د بجلۍ له نظام سره بیا وتړي.

د ایران د برېښنا ادارې توانیر یوه چارواکي غلام علي رخشاني مهر ویلي، له هغه بجلي ګره به برېښنا له درو څخه تر څلور ورځو پورې بنده وي.

د ده په خبره، د جون تر ۲۵مې پورې به په اټومي بجلي ګر کې روان کار بشپړ شي.

اشرف غني او عبدالله عبدالله امریکا ته ځي

افغان ولسمشر غني او د روغې جوړې ملي شورا مشر عبدالله د جون پر ۲۵مه واشنګټن ته ځي - انځور له ارشیفه

سپېنه ماڼۍ وايي، امریکايي ولسمشر جو بایډن به د جون پر ۲۵مه د خپل افغان سیال محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله کوربه وي.

د جون پر ۲۰مه د سپينې ماڼۍ په بیان کې راغلي چې واشنګټن ته د افغان لوړپوړو چارواکو سفر به پر داسې وخت د امریکا او افغانستان ترمنځ د "دوامداره مشارکت" ښکارندويي وکړي چې له هغه هېواده د بهرنیو پوځیانو د وتلو سلسله روانه ده.

په اعلامیه کې راغلي چې امریکا د افغانستان ترڅنګ ولاړه ده چې هغه هېواد بیا هېڅکله د هغو ترهګرو پر پټنځای بدل نه شي چې امریکا ګواښي.

سپینې ماڼۍ له افغانانو سره د خپلو ډېپلوماټیکو، اقتصادي او بشري همکاریو ډاډ ورکړی او ټینګار یې کړی چې افغانان باید د جګړې د ختمولو په هدف "بامفهومه خبرې" وکړي.

امریکا ویلي، د سولې د روان بهیر "بشپړ ملاتړ" ته به دوام ورکړي.

افغان ولسمشر او د روغې جوړې د ملي شورا رییس پر داسې مهال امریکا ته ځي چې په مې میاشت کې د بهرنیو پوځیانو د وتلو له پيل سره هممهاله په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او په تېرو شاوخوا درو میاشتو کې د طالبانو او افغان پوځیانو ترمنځ په شاوخوا ۳۰ ولسوالیو کې د سختو نښتو خبرونه خپاره شوي.

سیمه‌ ییزو چارواکو ویلي، یوازې په تېر یوه اوونۍ کې په تخار، فاریاب، جوزجان، سمنګان، فراه او پکتیا کې لږ تر لږه شپږ نورې ولسوالۍ د وسله‌ والو طالبانو لاس ته لوېدلي.

نومیالی سندرغاړی عبدالله مقری ومړ

چارواکي وايي، مقری د کورونا وایرس په ناروغۍ اخته شوی وو - انځور له ارشیفه

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پېژندل شوي سندرغاړي عبدالله مقري مړینه یوه "لویه ضایعه"بللې ده.

عبدالله مقري چې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ تر اخته کېدو وروسته د کوما په حالت کې وو، د جون پر ۲۰مه د کابل په یوه روغتون کې ومړ.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند مشال راډیو ته وویل، "عبدالله مقري څو لسیزې د افغانستان د فرهنګ او هنر د ودې لپاره حماسي سندرې وویلې او د ځوانانو په ویښولو کې یې د هنر په ژبه رغنده رول لوبولی دی. د ده مړینه د هنر او موسیقۍ په برخه کې یوه لویه ضایعه ده."

مقري سلګونه سندرې او ملي ترانې ویلي او هنر یې ډېر مینه وال لري.

په وروستیو کې د کورونا وایرس وبا له کبله په افغانستان کې د مړینو شمېر په بې ساري ډول زیات شوی دی.

د دې ناروغۍ له وجې په تېره یوه اوونۍ کې یو شمېر نومیالي کسان مړه شوي دي.

د جون پر ۱۴مه، د افغانستان د حزب اسلامي د شوراګانو د اتحاد غړی قاضي محمد امین وقاد ومړ.

پر هم هغه ورځ د ولسمشر سلاکار او لیکوال محمد نبي مصداق هم مړ شو. مصداق کلونه په رسنیو کې کار کړی وو.

تر دې مخکې د جون پر ۱۲مه د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی مرستیال او لرغونپوه پروفیسر رسول باوري هم د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له وجې مړ شو.

د ايران او نړۍ شپږو هېوادونو ترمنځ پر شوي ايټمي تړون خبرې بیا پیلېږي

د سږکال د مې پر لومړۍ نېټه د ايران او نړۍ شپږو هېوادونو ترمنځ په ويانا کې خبرې شوې وې.عکس-ارشېف

مرکچیان د جون پر ۲۰مه نېټه د ایران او نړۍ د شپږو هېوادونو ترمنځ د ۲۰۱۵ز کال د تړون په اړه په ویانا کې خبرې بیا پیلوي.

په داسې وخت کې چې په مهمو مسلو د اختلافاتو راپورونه دي، مرکچیان د تړون د بیا بحالۍ لپاره یو وار بیا د خبرو يو بل پړاو پیلوي. دا خبرې له اپریل راهیسې روانې دي.

د فرانس بهرنیو چارو وزارت د جون پر ۱۶مه ویلي چې په مهو مسلو اختلافات لا هم پر ځای پاته دي. امریکا په ۲۰۱۸ز کال کې له تړونه وتلې وه خو ایران، روسیه، چین، فرانس، برتانیا، جرمني او اروپايي ټولنه اوس هم د تړون برخه دي.

د تړون له مخې ایران په دې سلا شوی وو چې د اقتصادي بندیزونو د لیرې کېدو په بدل کې به خپل ایټمي پروګرام محدودوي. د امریکا ولسمشر جو بایډن داسې اشارې ورکړې چې که واشنګټن د تهران لخوا د تړون د ژمنو احترام په اړه باوري شو نو امریکا په تړون کې په بیا شاملېدو کې دلچسپي لري.

سيند صوبه کې د کووېډ-۱۹ واکسيني مرکزونه تړل شوي دي

په پنجاب او سيند صوبو کې د کووېډ-۱۹ واکسين کم شوي دي - د ارشیف انځور.

د سيند صوبې چارواکي وايي چې د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې يې د جون پر ۲۰مه د کووېډ-۱۹ واکسينو د کمي له وجې ټول مرکزونه تړلي دي.

د سيند وزیراعلی مراد علي شاه د جون پر ۱۹مه په يوه خبري غونډه کې د واکسينو د کمي پړه پر وفاقي حکومت واچوله او و یې ويل چې صوبايي حکومت یې په خپله خوښه له نړيوال بازاره د واکسين اخیستو ته پرېنښود.

په پنجاب کې هم د واکسينو د کمي خبر ورکړل شوی دی. خو د پاکستاني وزیراعظم د صحت د چارو سلاکار ډاکټر فېصل سلطان پر ټوېټر ليکلي چې د جون پر ۲۰مه له چين څخه نور واکسین ورسېږي.

پاکستان کې د کورونا وبا زور کمېدل

د صحت وزارت پر خپله ووبپاڼه ليکلي چې د جون تر ۲۰مې پورې ۳،۳ ميليونه وګړي په بشپړ ډول واکسین شوي او ۶،۸ ميليونو ته یې یوه ستن لګول شوې ده.

په پاکستان کې د کورونا وایرس د کنټرول قامي ادارې د جون په ۱۹مه تر يوې غونډې وروسته په بیان کې ويلي چې په هغه ملک کې د وبا زور په کمېدو دی او د پخوا په پرتله ناروغان کم شوي دي.

د کمېدو وجه د خلکو احتياطي تدابير باندې عمل کول ښودل شوي چې پکې له يوه بله فاصله، د ماسک کارول او ځانونو پاک ساتل شامل دي.

ادارې ويلي چې د جون تر ۲۰مې پورې په ټول پاکستان کې ۹۴۷،۲۱۸ (نهه لکه، ۴۷ زره او ۲۱۸) کسان په کورونا وايرس اخته، ۲۱،۹۴۰ (۲۱ زره، ۹۴۰) ورڅخه مړه او ۸۸۹،۰۰۰ (اته لکه، ۸۹ زره) رغېدلي دي.

د هند او نيو زيلينډ کرکټ لوبډلو ترمنځ ټېسټ ميچ روان دی

د نيو زيلينډ لوبډلې يو بالر - عکس ارشېف

د هند او نيو زيلینډ کرکټ ټیمونو ترمنځ د نړيوال ټېسټ چيمپين شپ پایلوبه د جون پر ۲۰مه پر درېيمه ورځ د برتانيا په ساوت اېمپټن کې روانه ده.

هند د لومړي بېټينګ په کولو د لوبې د دویمې ورځې تر پايه ۱۴۶ رنز کړي او درې لوبغاړي یې سوځېدلي ول.

د جون پر ۱۹مه د ټېسټ کرکټ په يوه بله سيالۍ کې د هند او کوربه هېواد انګلېنډ د ښځو ملي ټیمونو ترمنځ لوبه مساوي پای ته ورسېده.

امريکا وايي، ايرانيانو ته د خپل ولسمشر د ټاکلو پوره حق نه دی ورکړل شوی

په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ودانۍ. عکس له ارشيفه

د جون پر ۱۹مه د ایران د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د سختدريځه کانديد ابراهيم رییسي د بريا تر اعلان وروسته امريکا ويلي چې ايرانيانو ته په خپلواک او شفاف ډول د خپلو مشرانو د ټاکلو حق نه دی ورکړل شوی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند ويلي، سره له دې به هم له ايران سره د ۲۰۱۵ ز د ايټمي موافقې په اړه مذاکراتو ته دوام ورکړي.

رييسي د ايران په انتخاباتو کې د ۶۲ فیصده رايو په اخیستو ګټونکی اعلان شوی.

نوموړی ۶۰ کلن قاضي او ملا دی چې څو لسیزې پخوا د بېلا بېلو مقدمو پر مهال په انسانيت ضد جرمونو تورن شوی دی.

مستونګ: د وسله والو پر ډزو څلور ښوونکې ژوبلې شوي

د بلوچستان چارواکي وايي، د ناپیژندل شویو وسله والو په برید کې د یو سکول څلور ښوونکې ژوبلې شوې دي.

دا پېښه د جون پر ۱۹مه ماسپښین مهال، له کوټې څخه ۶۰ کلومیټره سوهېل لور ته د مستونګ ضلعې په پړينګ اباد سیمه کې رامنځ ته شوې ده. وسله وال له برید کولو وروسته، په تیښته کې بریالي شوي دي.

د چارواکو په وینا، د سکول په سوزوکي وین هغه مهال ډزې وشوې چې استادانې د سکول له رخصتېدو وروسته، د کور په لور روانې وې.

ژوبل شوې ښوونکې د مستونګ روغتون ته وړل شوې دي او درملنه یې روانه ده.

د مستونګ د نواب غوث بخش ريیساني روغتون ډاکټران وايي چې مرمۍ د استادانو پر پښو لګېدلې دي او حالت یې له خطرې بهر دی.

د مستونګ ضلعې ډېپټي کمېشنر مشال راډیو ته ویلي چې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او په دغه اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

ژوبلې ښوونکې د کوټې دي خو هره ورځ به یې د مستونګ بېلا بېلو سکولونو ته سفر کاوه.

تر اوسه د برید ذمه واري چا نه ده منلې.

سختدریځه عالم ابراهیم ريیسي د ايران د ولسمشريزو انتخاباتو ګټونکی اعلان شو

د سږنیو انتخاباتو په ارزونه کې د ګڼو کاندیدانو د لرې کولو نه پس اټکل کېده چې ابراهیم ريیسي به د انتخاباتو ګټونکی وي.

د ايران انتخاباتي چارواکو د جون پر ۱۹مه اعلان وکړ چې ابراهيم رييسي د څه باندې ۶۲ سلنه رايو په تر لاسه کولو سره ولسمشريز انتخابات ګټلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جون پر ۱۸مه، په ایران کې په ولسمشریزو انتخاباتو کې خلکو خپلې رایې واچولې او د جون د ۱۹مې نېټې تر ماسپښینه پورې یې شمېره روانه وه.

انتخاباتي چارواکو او سرکاري میډیا د جون پر۱۹مه وویل چې په ۲۸,۶ میلیونه رایو کې د ۱۷،۶ میلیونه رایې شمېرل شوې دي چې ابراهیم ريیسي پکې ۶۲ فیصده رایې خپلې کړې دي.

د انتخاباتي دفتر مشر جمال عرف ویلي، ريیسي ته په خپل مخالف محسن رضايي باندې د ۱۴ میلیونه رایو برتري حاصله ده.

۶۰ کلن ابراهیم ريیسي پخوانی قاضي دی چې په ۱۹۸۸ز کال کې د هغو مقدمو له مشرانو څخه یو و چې په چټکۍ یې زرګونو سیاسي بندیانو ته د مرګ سزاګانې اورولې وې.

د بشري حقونو د دفاع سازمانونه تور پورې کوي چې ريیسي د بشریت ضد جرمونه کړي دي. امریکا پر هغه بندیزونه هم لګولي دي.

په ایران کې د انتخاباتو حتمي نتیجې ډېرې ورځې اخېستلې شي. له انتخاباتو وړاندې چارواکیو د سلګونو کاندیدانو څخه یوازې اووه کسان غوره کړي وو چې بیا د انتخاباتو په ورځ درې نور کاندیدان هم له مقابلې په شا شول. له دغه کبله له وړاندې ویل کیدل چې انتخابات به ريیسي ګټي.

په ایران کې انتخابات په داسې حال کې ترسره کېږي چې دغه هیواد د نړیوالو بندیزونه له کبله د اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

ننګرهار کې ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله اړول شوې: خوږیاڼی

په ننګرهار کې د افغان ځواکونو عملیات. انځور- ارشیف

د ننګرهار چارواکي ادعا کوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې ولایت په خوږیاڼو او هسکې مېنې ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې ۱۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او نهه نور یې ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي د جون پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل:

"د هسکې مېنې ولسوالۍ په چونګۍ او ګورګورۍ سیمو کې د امنیتي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې ۱۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ تنه نور یې ټپيان دي."

خوږیاڼي همدا راز دعوه وکړه چې د خوږیاڼو ولسوالۍ په ادوړ سیمه کې د ملي امنیت صفر دوه ځواکونو د عملیاتو پر مهال پينځه وسله وال طالبان وژل شوي چې دوه پکې پاکستاني وګړي دي. په یاد برید کې درې نور وسله وال ژوبل شوي هم دي.

خوږیاڼی زیاتوي چې په تر سره شویو بریدونو او عملیاتو کې امنیتي او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی. وسله والو طالبانو د یادو بریدونو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

انتونیو ګوتېرش یو وار بیا د ملګرو ملتونو عمومي سيکرتر وګمارل شو

ګوتېرش به د راتلوونکو پنځو کلونو لپاره د ملګرو ملتونو مشري کوي.

د جون پر ۱۸مه، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ انتونیو ګوتېرش د دوهم ځل لپاره د ملګرو ملتونو سېکرټري جنرل وټاکه.

ګوتېرش به د راروانو پينځو کالونو لپاره د ملګرو ملتونو مشري کوي. تر دې وړاندې د جون پر ۱۵مه د ملګرو ملتونو پر ۱۵ غړو مشتملې امنیتي شورا د دوهم ځل انتخاب لپاره د ګوتېرش ملاتړ کړی وو.

د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د امنیتي شورا پر سپارښتنه عمومي اسمبلۍ د دغې ادارې د عمومي منشي يا سېکرټري جنرل انتخاب کوي.

د ۷۲ کلن پرتګالي سفارتکار انتونیو ګوتېرش د دویم وار د واک موده د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه پیلېږي.

اسراییلي الوتکو په دوهم ځل پر غزه بمبار وکړ

اسراییلو دا ګام وروسته له هغې پورته کړی چې فلسطینیو وسله والو، په جنوبي اسراییلو اورلګوونکي بالونونه وغورځول.

اسراییلي جنګي الوتکو په روانه اوونۍ کې په دوهم ځل په غزه بمباري وکړه.

اسراییلو دا ګام تر هغه وروسته پورته کړی چې فلسطینیو وسله والو، د اسراییلو جنوب لور ته اورلګوونکي پوکاڼۍ وراېله کړې.

د جون پر ۱۷مه شپه د اورلګوونکو غبارو او بمبارۍ د اسراییلو او حماس ترمنځ کمزوری اوربند یو وارې بیا د خطر سره مخ کړی دی.

دا اوربند تېره مې میاشت د دواړو خواوو ترمینځ د ۱۱ ورځو تر سختې جګړې پس شوی و.

اسراییلو ویلي، د هغوی غاړې ته چې حماس کومې اورلګوونکې پوکاڼۍ ورپرې اېښې وې هغو فصلونو ته تاوان رسولی او په ځوابي بمبارۍ کې دوی د حماس یو مرکز او د توغندیو د توغولو یوه دستګا ویجاړه کړې ده.

په سملاسي ډول په غزه د اسراییلي جیټ الوتکو په بمبارۍ کې د ځاني تاوان په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

په ایران کې د نوي ولسمشر ټاکلو لپاره رایه اچول کېږي

ګومان کېږي چې په انتخاباتو کې به د خلکو د رایه ورکونکې فیصدي ډېره تېټه وي.

په ایران کې د جون پر ۱۸مه خلک د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره رایې اچوي. ډېری خلک په دې باور دي چې د نوماندانو د ارزونې ( جانچ پړتال) په ترڅ کې وار له مخې کس ټاکل شوی دی.

په پراخ ډول انګېرل کېږي چې سختدریځه عالم او د قضايي چارو مشر ۶۰ کلن ابراهیم رییسي به د حسن روحاني ځای ونیسي.

روحاني چې د ولسمشرۍ دوه دورې یې پوره کړي په درېیم ځل د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د برخه اخېستو جوګه نه دی.

د ابراهیم رییسي مهم مخالف نوماند عبدالناصر همتي دی چې تر نوماندېدو وړاندې یې د ایران د مرکزي بانک د مشر په توګه کار کړی دی.

ګومان کېږي چې په انتخاباتو کې به د خلکو د رایه ورکونکې فیصدي ډېره تېټه وي ځکه چې خلک د اقتصادي ستونزو، حکومتي بندیزونو او له سیاسي څهرو په دې خپه او ناهیلې دي چې بدلون مخې ته نه شي راوړلی.

سږنۍ ټاکنې پر داسې مهال کېږي چې د امریکا د بندیزونو له وجې د ایران اقتصاد تر اغېز لاندې راغلی، حکومت د ناسم مدیریت ښکار دی او د کورونا وبا له وجې خلک کړېږي.

ولسمشر غني د برتانیا له وزیراعظم سره پر افغان سوله غږېدلی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د بریتانیې وزیراعظم بورېس جانسن د جون پر ۱۷مه د ټیلېفوني خبرو له لارې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه خبرې کړي دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ وايي، په دې خبرو کې دواړو مشرانو د سولې ترڅنګ په یو شمېر نورو مهمو مسایلو هم خبرې کړې دي.

د برتانیا وزیراعظم بوریس جانسن افغان ولسمشر اشرف غني ته ویلي چې هیواد یې په افغانستان کې د سولې لپاره د خبرو له لارې د سیاسي جوړجاړي ملاتړ کوي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې وزیراعظم جانسن د افغانستان د یوې باثباته او ډیموکراتیکې راتلونکې د ملاتړ لپاره د خپل هېواد په ژمنو ټینګار کړی.

بل لور ته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې محمد اشرف غني په دې ټیلېفوني خبرو کې د سولې په ټینګښت کې د بریتانیا ونډه مهمه بللې ده.

د ارګ په اعلامیه کې دغه ‌راز راغلي چې د بریتانیا وزیراعظم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او د سولې پروسې د ملاتړ ډاډ هم ورکړی دی.

د چین درې ستورمزلي خلايي تمځي ته ورسېدل

دا تر اوسه د چین د ستورمزلو وړونکو بېړۍ تر ټولو اوږد ماموریت دی. انځور- ارشیف

د چین خلايي ادارې ویلي دي چې د جون پر ۱۷مه یې په بریا په یوه فضايي بېړۍ کې درې ستورمزلي خلايي تمځي ته لېږدولي دي.

ادارې دا خبره د راکټ تر لېږدولو اووه ساعته وروسته کړې او په بیان کې یې ویلي چې د شېنژو -۱۲ په نوم بېړۍ په بریا تر تیانګانګ تمځي رسېدلې.

دا تر اوسه د چین د ستورمزلو وړونکو بېړۍ تر ټولو اوږد ماموریت دی. درېواړو ستورمزلو د هېواد په شمال لوېدیځ کې د راکټونو د لېږد له مرکزه پرواز وکړ او د تیانګانګ تمځي له یوې برخې سره یوځای شول.

دا ماموریت د چین لپاره د ویاړ خبره بلل کېږي ځکه چې بیجنګ د جولای پر لومړۍ نېټه د واکمن کمیونسټ ګوند د ۱۰۰مې کلیزې تیاری کوي.

ستورمزلو د دې درې میاشتني فضايي ماموریت لپاره د چمتووالي په موخه، تر ۶،۰۰۰ زیاتو ساعتونو روزنه تر لاسه کړې چې پکې په یوه خلايي ماشین کې تر اوبو لاندې تمرین هم شامل وو.

۵۶ کلن ني هایشېنګ د ماموریت او د ستورمزلو د ډلې مشر دی چې په درېیم ځل خلا ته ورغی.

ننګرهار کې قومي مشرانو او دیني عالمانو د اوربند غوښتنه وکړه

دیني عالمان وايي، په کار دې لوموړی اوربند وشي او بیا د سولې خبرو لپاره اجنډا جوړه شي. انځور- ارشیف

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې دیني عالمانو په یوه غونډه کې په جګړه کې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې اوربند وکړي او د سولې ځنډېدلې خبرې پیل کړي .

د جون پر ۱۶مه په دغه غونډه کې چې دیني عالمانو، مشرانو، ځوانانو او مېرمنو پکې ګډون لرلو، غوښته وشوه چې سولې ته لار برابر کړي او د ولس د ژوند تحفظ باوري کړل شي.

په غونډه کې دیني عالمانو په بریدونو کې پر ولسي مرګ ژوبلې اندېښنه و ښودله او ویې ویل چې باید دا کار ودرول شي.

دوی روانه اوونۍ په جلا جلا پېښو کې د وېکسینېټرانو د وژل کېدو غندنه هم وکړه.

د جون پر ۱۵مه په ننګرهار کې په دریو پېښو کې وسله والو پنځه واکسین ورکوونکي ووژل او څلور نور یې ټپیان کړل .

د دغه برید ذمه واري لا چا نه ده منلې. خو افغان حکومت یې د وسله والو طالبانو کار بولي.

نور وښیئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG