د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عراق کې امريکايي ځواکونو ډرون الوتکې ویشتلي


يو امريکايي عسکر د عراق په انبار صوبه کې له ډرون الوتکې سره نېږدې تېرېږي - عکس له ارشیفه
يو امريکايي عسکر د عراق په انبار صوبه کې له ډرون الوتکې سره نېږدې تېرېږي - عکس له ارشیفه

د عراق پوځ وايي چې امریکایانو د خپلې پوځي اډې د پاسه دوه ډرون الوتکې ویشتلې دي.

د مې پر اتمه هم پر دې اډه ډرون برید شوی وو خو پکې مرګ ژوبله نه وه اوښتې.

د عراق پوځ د جون پر شپږمه په بیان کې ويلی چې بېګا شاوخوا ۱۲ نیمې بجې د امریکايي پوځ سي- رام نومې دفاعي نظام فعال شو او په انبار صوبه کې یې د عین الاسد اډې د پاسه دوې ډرون الوتکې وغورځولې.

د ډرون برید ذمه واري چا نه ده منلې خو امریکايی چارواکي د ایران ملاتړ لرونکې ملېشه تورنوي چې وخت په وخت یې په عراق کې په ځواکونو، په بغداد کې په سفارتخانه او بهرنيو ځواکونو ته په سامان وړونکو عراقي ځواکونو راکټي بریدونه کوي.

د عراق په پارلېمان کې ایران پلوه ډلې له هېواده د امریکايي ځواکونو په ګډون د ټولو بهرنیو پوځیانو د وتلو غوښتنه کوي او په عراق کې د هغوی شتون اشغال بولي.

په هغه هېواد کې شاوخوا ۲،۵۰۰ بهرني پوځیان مېشت دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG