د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۷۶ کسان وژلي دي


د کراچۍ په يو شخصي روغتون کې د کورونا واکسين پراته دي. عکس له ارشیفه
د کراچۍ په يو شخصي روغتون کې د کورونا واکسين پراته دي. عکس له ارشیفه

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۶ کسان د کورونا وایرس له ناروغۍ مړه شوي دي.

د دې هېواد روغتیا وزارت پر خپله ووبپاڼه ليکلي چې په دې توګه د جون تر شپږمې له وبا د ټولو مړو شمېر ۲۱،۱۸۹ ته رسېدلی دی. په عین وخت کې، په پاکستان کې د ټولو کورونا وایرس وهلو شمېر له ۹۳۰،۰۰۰ اوښتی خو ۸۶۰،۰۰۰ له ناروغۍ جوړ شوي هم دي.

په همدې حال کې د خيبر پښتونخوا حکومت د جون له اوومې نېټې څخه د پوهنتونونو د پرانیستلو پرېکړه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG