د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د ۹۲ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا


په ننګرهار کې د افغان ځواکونو عملیات
په ننګرهار کې د افغان ځواکونو عملیات

د ننګرهار ولایت چارواکي د دغه ولایت په بېلابېلو ځايونو کې د ۹۲ وسله والو طالبانو د وژنې ادعا کوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د جون پر درېيمه مشال راډيو ته وويل، دا کسان د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې او پچیراګام ولسوالیو په مربوطاتو کې په تېرو دوو ورځو کې په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، په عملياتو کې ۲۴ نور ژوبل شوي هم دي.

طالبانو د ننګرهار د والي ویاند څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له تېرو څو ورځو راهیسې له هسکې مېنې او پچیراګام ولسوالیو څخه د نښتو راپورونه ورکول کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG