د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد کې چاودنې دوه تنه وژلي او ۱۰ ټپیان


د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند نن سهار ( د جون پر دویمه نېټه) شاوخوا ۱۰ بجې د ملي امنیت د ځانګړې قعطې (صفر۲) پر کاروان چاودنه شوې چې له امله یې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او د یو نظامي په ګډون پکې ۱۰ تنه ملکیان ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي مشال راډیو ته وویل چې ټپیان پر وخت د ننګرهار روغتون ته وړل شوي دي. او زیاتوي چې د ټولو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دې.

د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG