په جلال اباد کې له چاودنې د کامې ولسوال په ګډون درې کسان ژوبل شوي دي.
د ننګرهار ولایت د رسنیو په بیان کې ویلي چې د مې ۲۷مې پر سهار شاوخوا اته بجې د شاه برهان اغا زیارت په سیمه کې د کامې د ولسوال شریف الله فضلي په موټر پسې د نښلولي بم په چاودنه کې دی خپله، د هغه ساتونکی او یو ولسي وګړی ژوبل شوي دي.
بیان زیاتوي چې د ژوبلو روغتیايي حالت ښه دی.
د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.