د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې پولیسو د یوې مذهبي ډلې د څلورو وسله والو وژلو ادعا کړې


پولیس وايي، عملیات یې له کوټې ښار سره نېږدې کړي.
پولیس وايي، عملیات یې له کوټې ښار سره نېږدې کړي.

کوټه کې د پولیسو ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټر ټېرېرېزم ډېپارټمېنټ یا سي ټي ډي) چارواکو د څلورو وسله والو د وژلو دعوه کړې ده.

د سي ټي ډي په وینا، د مې پر ۲۶مه (نن) یې له کوټې ښار سره نېږدې په غبرګ سیمه کې عملیات کړي چې پکې یې د پېښې له ځایه وسله هم موندلې ده.

د سي ټي ډي ویاند په یوه بیان کې ویلي، عملیات څلور ساعته روان ول. د دوی په وینا، دوه وسله وال په تېښته بریالي شوي چې دوی یې د نیولو هڅه کوي.

په بیان کې د وژل شویو کسانو تړاو له یوې مذهبي وسله والې ډلې سره ښودل شوی دې، خو په اړه یې نور تفصیل نه دی ورکړی او نه هم تر اوسه په دې اړه نور معلومات شته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG