د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

اروپایي ټولنه د ازاد تګ راتګ لپاره د کورونا وایرس تصدیق پاڼه جوړوي

ارشیف، د کورونا یو شمېر ناروغان

اروپایي ټولنه تمه لري چې تر یوې میاشتې به د کورونا داسې تصدیق پاڼه راوباسي چې لرونکي یې د اي یو ترمنځ ازاد تګ راتګ وکړای شي.

دا تصدیق پاڼې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د کورونا واکسین یې بشپړ کړی وی، مخکې له دې وبا رغېدلی وي او یا یې هم د کورونا معاینه منفي وي.

دې تصدیق پاڼې ته د هغو هېوادونو له خوا هڅې ډېرې شوي چې پر سېلګرۍ صنعت ولاړ دي.

دا کار به وکړای شي چې د اوړي رخصتیو پرمهال د سېلانیانو تګ را تګ اسانه او هغه ملي بندیزونه لېرې کړي چې سفرونه یې سخت کړي دي.

د اروپایي کمېسیون مرستیال ماروس سفچوویچ په سې شنبه د دغې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته وویل، دا کار یې خپلو وګړو ته یو لومړیتوب دی او د اوړي له رخصتیو مخکې به یې پيل کړي.

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

افغان حکومت وايي، اسناد ښيي چې سلسله عليخېل تښتول شوې

په اسلام‌اباد کې د افغانستان د سفیر لور سلسله عليخېل. انځور- ارشیف

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ټول ترلاسه شوي اسناد ښيي چې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر لور د جولای پر ۱۶مه تښتول شوې او شکنجه شوې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا خبره د جولای پر ۲۹مه له هغه وروسته په یوه اعلامیه کې وکړه چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان وویل، د افغانستان د سفیر لور سلسله علیخېل له پاکستانه وتلې خو په ترلاسه شویو تصویرونو کې نه ثابتېږي چې هغه دې تښتول شوې یا ځورول شوې وي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، هېڅ دلیل هغه جرم توجیه کولای نه شي چې د طبي راپورونو او نورو اسنادو پر اساس ثابت شوی وي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت همداراز وايي، د پاکستان حکومت له نړیوالو ژمنو او تړونونو سره سم د ډیپلوماتیکو استازیو، افغان ډیپلوماتانو او د هغوی د کورنیو غړیو د امنیت ساتنې ذمه واري لري.

دغه وزارت له پاکستانه غوښتي چې د پېښې د څېړنې په اړه خپلې هڅې چټکې کړي، د هغې عاملان سمدستي ونیسي او سزا ورکړي.

افغانستان د دې پېښې په اعتراض کې خپل سفیر او ډیپلوماتان له اسلام اباد څخه وربللي دي.

د پاکستان حکومت د کورونا وایرس مخنیوي لپاره بیا بندیزونه اعلان کړل

پېښور کې یو روغتیاپال یو کس ته د کووېډ-۱۹ واکسینو ستن لګوي. انځور - ارشیف

پاکستان د کورونا وایرس د څلورمې څپې د مخنیوي لپاره ځینې بندیزونه اعلان کړي او پر ولس یې غږ کړی چې د اګست تر ۳۱مې نېټې پورې واکسین ولګوي.

د جولای پر ۲۹مه په اسلام اباد کې د کورونا مخنیوي د قامي ادارې له غونډې وروسته یوه خبري کانفرنس ته په وینا کې د منصوبه بندۍ او پرمختیا وفاقي وزیر اسد عمر وویل چې حکومت هغه کسانو ته د واکسین لګولو لپاره د اګست ۳۱مه نېټه ټاکلې چې له وایرسه د زیات اغېزمنېدو له خطر سره مخامخ دي.

نوموړي زیاته کړه چې له ۱۸ کالونو د ډېر عمر زده کوونکي د قانون عملي کولو د ادارو ملازمین او په هوټلونو او شادي هالونو کې کارکوونکي به د اګست تر ۳۱مې نېټې وړاندې واکسین لګوي.

په عین حال کې به د سکولونو استادان د اګست تر لومړۍ نېټې پورې د واکسینو لګولو عمل پوره کوي.

د سيند حکومت هم د کورونا وبا د مخنيوي لپاره سر له سبا د جولای له ۳۱مې د اګست تر اتمې نېټې د کراچۍ په ګډون د صوبې په نورو ښارونو کې د ټولبند لګولو اعلان کړی دی.

د سیند وزير اعلا مراد علي شاه په مشرۍ په غونډه کې پرېکړه شوې، که سرکاري کارمندانو د اګست تر ۳۱مې ځان واکسین نه کړ نو تنخاګانې به یې نه ورکول کېږي. د ټولبند د نوې لارښوونو له مخې به ځینې صنعتونه پرانیستي وي او له راتلونکې اونۍ څخه به ټول سرکاري دفترونه وتړل شي.

په غونډه کې د سيند دروغتيا وزرات په خپل رپور کې ويلي چې په سيند کې کرونا وايرس د خپروېدو شرحه ۱۳ فيصده اوپه ځانګړي توګه په کراچۍ کې ۲۳ فيصدو ته رسېدلې ده.

بلخوا د کورونا په اړه سرکاري شمېرې ښيي چې په پاکستان کې په تېر یوه شواروز کې کورونا وایرس نور څلور زره څلور سوه اووه نوي (۴۴۹۷) کسان وهلي او نور ۷۶ یې وژلي دي. وایرس تر ټولو ډېر خلک په سیند او پنجاب صوبو کې ځپلي دي.

پېښور کې لاسي بم برید یو پولیس وژلی او بل تن ژوبل

په پېښور کې پولیسو د عملیاتو پر مهال. انځور - ارشیف

د پېښور په کارخانو مارکیټ کې د جولای پر ۳۰مه د پولیسو پر یو ګاډي په لاسي بمي برید کې یو پولیس وژل شوی او یو لاروی ژوبل شوی دی.

د پولیسو خپور کړی بیان وايي چې د ضلعي انتظامیې له چارواکو سره پولیس په کارخانو کې د کورونا د احتیاطي لارښوونو د عملي کولو د څارنې په چارو بوخت ول چې پر دغه مهال د سړک غاړې ته ولاړ د پولیسو پر ګاډي یوه نامعلومه تن لاسي بم وغورځاوه.

د بیان له مخې په برید کې د امین په نوم یو پولیس واله سخت ژوبل شو چې په سمدستي توګه حیات آباد میډیکل کمپلیکس ته ورسول شو.

د یاد روغتون د ویاند په خپاره کړي بیان کې راغلي چې پولیس اهلکار په مړ حالت کې روغتون ته وروړل شوی دی.

په دغه پېښه کې یو بل لاروی هم برسېرن زخمي شوی چې په حیات آباد میډیکل کمپلیکس کې له درملنې وروستو کور ته استول شوی دی.

پاکستان کې کورونا وایرس په تېر یوه شواروز کې ۷۶ کسان وژلي

په پينډۍ کې خلک د هغه خپلوان مړی لیږدوي چې له کورونا وایرسه مړ شوی دی

پاکستان کې نیشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنټر د جولای ۲۹مه پر خپله ټويټر پاڼه ليکي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس څه دپاسه ۵۹ زره ټېسټونه شوي چې پکې په څلور زره ۴۹۷ کسانو کې د کورونا وايرس موندل شوی دی.

د پاکستان صحت څانګه وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونه کې تر ۱۶۱۲ کسان له دې ناروغۍ جوړ شوي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې یو ځل بیا د کورونا وایرس پېښې زیاتې شوي دي.

افغانستان کې د جګړې زیاتولي ولسي مرګ ژوبله زیاته کړې: سيګار

راپور زياتوي، د ملکيانو مرګ ژوبله زياتېدل روان دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې (سيګار) ويلي، په هغه هېواد کې د طالبانو پراخ عملیات د حکومت لپاره لوی بحران پيدا کوي.

دا په داسې حال کې ده چې امريکا له مهالوېش سره سم د اګست تر پایه له افغانستانه خپل ټول بهرني پوځيان باسي.

سيګار د جولای پر ۲۹مه د امريکا ګانګرس ته په خپل درې مياشتني راپور کې يادونه کړې چې د واشنګټن او طالبانو ترمينځ موافقه د ۲۰۲۰ز کال په فبرورۍ کې په قطر کې شوې او پرځای د دې چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي وسله والو پر داسې مهال بريدونو ته زور ورکړ چې افغان ځواکونه تيار نه ول او د ملکيانو وژنې زياتې شوې.

راپور وايي، تر موافقې مخکې طالبانو په درو مياشتو کې پر افغان ځواکونو ټول ۶،۷۰۰ بريدونه کړي ول خو د تېر کال له سېپټمبره تر نومبر پورې د بريدونو شمېر ۱۳،۲۴۲ ته ورسېد.

سيګار په افغانستان کې د امريکا او ناټو د ګډ ځواک د معلوماتو په اساس ويلي چې د جګړو زیاتوالی د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې زياتېدو لامل شوی دی.

راپور وايي، تېر کال په لومړیو دریو میاشتو کې په تاوتريخوالي کې ۵۱۰ کسان وژل شوي او ۷۰۹ ژوبل شوي ول. خو د پروسږکال له جولای څخه تر سېپټمبره په تاوتريخوالي کې ۱۰۵۸ کسان وژل شوي او ۱،۹۵۹ ژوبل شوي دي.

راپور زياتوي، د ملکيانو مرګ ژوبله زياتېدل روان دي.

حمد الله محب د اروپايي ټولنې له استازي سره پر افغانستان غږېدلی

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي تامس نیکولسن د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمد الله محب سره وکتل.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي تامس نیکولسن د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمد الله محب سره د افغان سولې پر هڅو، د جګړې د ډګر پر وضعیت، په جنګ کې د قوانینو د عملي کولو او ګډو لاسته راوړنو پر خوندیتوب خبرې وکړې.

د ملي امنیت شورا په یوه بیان کې ویلي دي چې دا خبرې د جولای پر ۲۸مه په کابل کې وشوې.

نیکولسن بیا د دې لیدنې کتنې په اړه په ټویټر لیکلي چې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه، چې په تېرو څو میاشتو کې بدلون پکې راغلی دی او د سولې د خبرو ګړندیتوب په اړه یې له محب سره ګټورې خبرې کړې دي.

امریکا او هند د افغانانو لاس ته راوړنې خوندي ساتلو لپاره د ګډو هڅو هوډ ښودلی

انتوني بلېنکن او اېس جی شنکر د جولای پر ۲۸مه په نوي ډیلي کې د لیدو پر مهال.

د امريکا او هند دوو لوړ پوړو ډپلوماټانو په نوي ډیلي کې د جولای پر ۲۸مه د دواړو هېوادونو ترمینځ د امنيتي همکارۍ پر پراخولو هوډ ښودلی دی.

واشنګټن د افغانستان په ثبات کې د هند مرسته (زياته مهمه) بللې ده.

د امريکا بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن او د هغه هندي سيال سبرامانين جېشنکر خپل ملاقات د هند ارام سمندرګي کې د چين زياتېدونکی زور ښوونې په وړاندې او دا راز له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو د وتلو بهير په لړ کې د دواړو هېوادونو د اتحاد ښوونې د يوې هڅې په توګه ياد کړی.

خبرې غونډې ته بلېنکن وويل چې دواړه د نړۍ مخکښه جمهوري هېوادونه دي چې تنوع يې د ملي طاقت سرچينه ده.

نوموړي وويل چې په داسې حال کې چې امريکايي او نړيوال ځواکونه د اګست تر پای پورې له افغانستانه وځي نو د دې هېواد په اړه د هند رول مهم دی.

هغه زياته کړه چې دوی به په ګډه کار کوي چې له افغانستانه د ايتلافي ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانانو لاس ته راوړنې پرځای وساتي او د سیمه ييز ثبات ملاتړ وکړي.

سیند پولیسو هغه تن ونيولی چې په زوره يې په هندو هلک د الله اکبر نعرې وهلې وې

د سیند پولیسو پر یوه هندو هلک تشدد کوونکې یو تن نیولی او د هغه خلاف یې د مذهب د سپکاوي مقدمه درج کړې ده.

د سیند حکومت ویاند مرتضی وهاب د جولاۍ پر ۲۷مه (پرون)، په کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل چې حکومت دې واقعې په اړه د معلوماتو تر لاسه کولو وروسته ګامونه اخیستي.

د سیند پولیس وايي چې په پېښه کې تورن کس عبدالسلام د ضلع تهر پارکر په ميټي سيمه کې د مکېش په نوم یو هندو هلک ووهلو او پر هغه یې په زوره د الله اکبر او د مسلمانانو په حمایت کې نعرې ووهلې. د دغه ټول عمل ویډیو یې جوړه کړه او په سوشل میډیا یې هم خپره کړه. پولیس وايي د واقعاتو تحقیقات روان دي.

د ۲۰۱۷م کال د مردم شمارۍ شمېرې ښيي چې په پاکستان کې تر ۳۵ لاکه زیات هندوان ژوند کوي چې زیاتره یې په سیند کې اباد دي.

په خوست کې افغان ځواکونو یوشمېر وسلې، مهمات او ماینونه نیولي

په خوست کې نیول شوي پوځي وسلې.

د خوست د ملي امنیت ځواکونو د جولای پر ۲۷مه شپه د ګربزو ولسوالۍ د منګلو په کلي کې له یوه کوره یوه اندازه وسلې، مهمات، ماینونه او نور پوځي تجهیزات نیولي دي.

د ملي امنیت ځواکونو نیول شوې وسلې، مهمات، ماینونه او نور پوځي تجهیزات د یاد ریاست په انګړ کې رسنیو ته وښودل.

نن جولای پر ۲۸مه خوست والي مومند کټوازي مشال راډیو ته وویل، چې د یادو وسلو په تور یو کس هم نیول شوی، چې دا مهال ورڅخه پوښتنې ګرویږنې روانې دي.

د ده په وینا په نیول شویو وسلو او مهماتو کې ۴۰ ډوله بېلابېل پوځي تجهیزات شامل دي.

خوست والي وویل، د دوی کشفي او استخباراتي مالومات ښيي، چې وسله وال مخالفین هڅه کوي، په خوست کې د قومونو او خلکو تر منځ اختلافات پیدا کړي او په واسطه يې دا ولایت نا امنه کړي.

خوست والي له خلکو وغوښتل، چې د هر ډول ورانکارو عملونو په شنډولو او د پېښېدونکو مالي او ځاني زیانونو په مخنیوي کې دې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرسته وکړي.

د خوست امنیتي ځواکونو یوه میاشت مخکې په ښار کې له ۴ ټنه چاودیدونکو توکو ډک موټر هم نیولی او شنډ کړی وو.

اوس هېڅوک طالبان سولې ته نه شي اړ اېستلی: عمران خان

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان

د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي، اوس خورا ګرانه ده چې طالبان سیاسي روغې جوړې ته مجبوره کړل شي.

عمران خان له پي بي اېس نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې امریکا د افغانستان د حالاتو د خرابولو مسووله وبلله، ویې ویل، کله چې شااوخوا یو نیم لک امریکايي پوځیان په افغانستان کې مېشت وو، د سیاسي روغې جوړې امکان وو، خو کله چې یې ۱۰ زره سرتېري وااېستل او د نورو د اېستلو مهالوېش یې اعلان کړ، طالبانو فکر وکړ چې جګړه یې ګټلې ده.

عمران خان وویل، اوس هېڅوک طالبان سولې ته اړ اېستلی نه شي.

د افغانستان حکومت پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورنوي او وايي چې په وروستیو کې له پاکستانه زرګونه طالبان او نور سخت دریځي د جګړې لپاره افغانستان ته وراوښتي دي.

خو عمران خان له پي بي ایس سره په مرکه کې دا تور بې اساسه وباله.

په سیند کې کاروباري مرکزونه بیا پرانیستل کېږي

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې یو ځل بیا د کورونا وایرس پېښې زیاتې شوي دي. انځور - ارشیف

د سیند حکومت په صوبه کې کاروباري مرکزونه د سهار له شپږو د ماځیګر تر شپږو بجو د پرانیست ساتلو اعلان کړی.

دغه فیصله د جولای پر ۲۷مه په کراچۍ کې د وزیراعلا سید مراد علي شاه په مشرۍ په یوه غونډه کې شوې.

صوبایي حکومت وایي، په دغه صوبه کې د کورونا کېسونه په زیاتېدو دي نو ځکه یې فیصله کړې چې د صوبې ټول کاروباري مرکزونه به د ماځیګر پر شپږ بجو تړل کېږي او پر خلکو یې غږ کړی چې د غیرضروري تګ راتګ نه دې هم ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې یو ځل بیا د کورونا وایرس پېښې زیاتې شوي دي.

په دغه هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۴۱۱۹ کېسونه رپوټ شوي دي او د سرکاري شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه وایرس له وجې ۴۶ کسان مړه شوي دي.

امریکا په ځینو ځایونو کې تمبوزک وهل لازمي ګرځولي

امریکايي چارواکي وايي، ځینې نوي مالومات ښيي چې ځینې واکسین شوي کسان هم دغه وایرس نورو ته منتقل کولای شي.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونو د کورونا وایرس د زیات خپرېدونکې بڼې ډېلټا د خپرېدو له ویرې په بشپړه توګه واکسین شویو خلکو ته هم سپارښتنه کړې چې په ځینو عمومي ځایونو کې چې په ودانیو کې دننه دې تمبوزک واچوي.

دغه ادارې د جولای پر ۲۷مه ټولو زده کوونکو، استادانو او د ماشومانو (وړکتون) څخه تر د ۱۲م ګرېډ سکولونو واکسین شویو کار کوونکو ته هم د ماسکونو اچولو ویلي.

دا اعلان د هغې برعکس دی چې کله د تېرې مې په میاشت کې په میلیونونو هغو امریکایانو چې واکسین شوي وو له روغتونونو او عامه ټرانسپورټ څخه پرته په نورو ځایونو کې یې ماسکونه لیرې کړل.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي ادارې مشرې روشیل والېنسکي ویلي، دا نوی وړاندیز د ډېلټا بڼې په اړه د اندېښنې وړ ساینسي مالوماتو وروسته شوې دي. نوموړې ویلي واکسین د ډېلټا بڼې خلاف هم زیات کار کوي خو ځینې نوي مالومات ښيي چې ځینې واکسین شوي کسان هم دغه وایرس نورو ته لېږدولای شي.

د پاکستان او سعودي د بهرنیو چارو وزیران پر کشمیر او افغانستان غږېدلي

د پاکستان بهرنیو چارو وزير شا محمود قریشي له خپل سعودي سیال سره د خبرو پر مهال.

د پاکستان بهرنیو چارو وزير شا محمود قریشي وايي، له خپل سعودي سيال شهزاده فیصل بن فرحان السعود سره يې د کشمير او افغانستان په مسلو خبرې کړي دي.

د سعودي عرب بهرنېو چارو وزير چې د جولای پر ۲۷مه د پاکستان په يو ورځني سفر دی له نوموړي سره په اسلام اباد کې تر ملاقات وروسته شاه محمود قریشي خبري غونډې ته وويل چې سعودي عرب د کشمير په مسله کې ډېر واضحه دريځ خپل کړی دی:

"دوی په دغې کې د پاکستان په ملاتړ کولو سره ښکاره دريځ او مستقل مزاجې ښودلې. موږ په افغانستان کې د راپورته کېدونکو حالاتو په اړه هم خبرې کړې چې دارنګ دې لړ کې څه چېلنجونه دي او څه موقعې دي."

شا محمود قرېشي د دې دواړو موضوعاتو نور تفصيل ورنکړ خو دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کلونو کې د کشمیر پر سر د اسلامي هیوادونو د تنظيم او ای سي غونډې د نه رابلل کېدو پر سر د پاکستان له سعودي عرب سره اړيکې زيانمنې شوي نو بلخوا بيا د پاکستان په ګاونډي هېواد افغانستان کې هم د طالبانو بريدونه زيات شوي دي.

په عراق کې جنګي ماموریت ختموو: بایډن

د امریکا ولسمشر د جولای پر۲۶مه په سپینه ماڼۍ کې د عراق له وزیراعظم مصطفی الکاظمي سره د ملاقات پر مهال.

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، د روان کال تر پای به امریکايي ځواکونه په عراق کې جنګي ماموریت ختم کړي خو عراقي ځواکونو ته د سلا مشورو او روزنې ورکولو رول به جاري ساتي.

نوموړي دا خبرې د جولای پر۲۶مه په سپینه ماڼۍ کې د عراق له وزیراعظم مصطفی الکاظمي سره تر ملاقات وروسته وکړې.

هلته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا جاري کړل شوې د امریکا او عراق په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د دواړو هېوادونو امنیتي اړیکې به په روزنې، لارښوونو او د خفیه معلوماتو په شریکولو مرکوزې وي.

واشنګټن سږکال د اپریل میاشت کې هم ویلي وو چې په عراق کې د مېشتو ۲۵۰۰ امریکايي ځواکونو کردار به عراقي ځواکونو ته په روزنې او سلا مشورو بدل شي خو دا نه وو ویل شوي چې بدلون به کله کېږي.

د سپينې ماڼۍ ویاند جېن ساکي په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه چې په عراق کې مېشت ۲۵۰۰ امریکايي ځواکونو کې به څومره د روان کال تر پای په دغه هېواد کې پاتې شي.

له تېرو اوو کلونو راهیسې د امریکا په مشرۍ اتحادي ځواکونه په عراق کې د داعش پرضد جګړه کوي، یادې وسله والې ډلې دغه هېواد له ګواښ سره مخ کړی دی.

د افغانستان د سولې پروسه باید ګړندۍ شي: ملګري ملتونه

په دوحه کې د افغان حکومت او د طالبانو مذاکراتي پلاړې. انځور - ارشیف

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مشر ځانګړې استازې دیبورا لاینز د جولای پر ۲۶مه په دې تړاو په دوحه کې د افغان حکومت د مرکچي پلاوي له مشر محمد معصوم ستانکزي سره خبرې کړې دي.

یوناما په خپل ټوېټر د دیبورا لاینز په حواله لیکلي چې اسانچارۍ/منځګړیتوب د انتخابونو په شمول د دې اړتیا ده چې د افغانستان د سولې پروسه ګړندۍ شي او د ملګري ملتونه په دې برخه کې له قطر سره کار کوي.

قطر د افغانستان د حکومت او طالبانو د خبرو کوربه دی.

له دیبورا لاینز سره په خبرو کې ستانکزي هم د اساسي قانون په چوکاټ کې د خبرو په اهمیت باندې ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د راتلونکې اګست میاشت تر پای له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو د ویستلو ویلي دي او په عین حال کې په دې هېواد کې جګړې زور اخیستی دی.

د بلخ کلدار ولسوالۍ له طالب وسله والو نیول شوې: افغانستان دفاع وزارت

افغان امنیتي ځواکونه

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بلخ کلدار ولسوالۍ د شااوخوا ۲۰ طالبانو په وژلو سره بیرته د افغان ځواکونو له خوا ونیول شوه.

د دفاع وزارت یوه ویاند فواد امان په خپل ټویټر لیکلي، افغان پوځیانو د ولسي پاڅون په ملاتړ کلدار ولسوالي ازاده کړه.

هاخوا په بلخ کې د مېشتې شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند حنیف رضايي په دې اړه دوشنبه ماښام ازادي راډیو ته وویل: "د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې چې د ولسي پاڅون همکاري هم ورسره وه ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۶ تنه یې ټپیان دي. یو شمېر وسلې او مهمات یې هم افغان پوځیانو ته په لاس ورغلي. او د افغانستان درې رنګه بیرغ د کلدار ولسوالۍ په ټولو ولسوالیو باندې ودرول شو."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ادعا کړې چې د کلدار په جوی جدید سیمه کې ۶ افغان عسکر د طالبانو له خوا وژل شوي او ۱۳ نور یې ژوبل دي.

د بلخ یو شمېر ولسوالۍ په وروستیو څو اوونیو کې د افغان پوځیانو او طالبانو تر منځ د سختو جګړو په نتیجه کې لاس په لاس شوي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته ځي

د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دوشنبه یوه بیان کې ویلي چې د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر نن اسلام اباد ته په سفر دی.

په بیان کې راغلي چې د شاه محمود قریشي په بلنه د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود د جولای پر ۲۷مه له یوه لوړپوړي پلاوي سره اسلام اباد ته ورځي.

تمه ده شهزاده فیصل له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي او نورو پاکستاني چارواکو سره پر دوه اړخیزه اړیکو او د سیمې پر حالاتو غږېږي.

د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر اسلام اباد ته ځي

د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود - انځور له ارشیفه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود د جولای پر ۲۷مه له یوه لوړپوړي پلاوي سره اسلام اباد ته ورځي.

وزارت د جولای پر ۲۶مه په بیان کې ویلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خپل سعودي سیال ته د سفر بلنه ورکړې.

بیان وايي، دواړه لوري به په ملاقات کې پر دوه اړخیزه اړیکو او د سیمې پر حالاتو غږېږي.

پاکستان وايي ۴۶ افغان سرتېري چترال ته وراوښتي دي

پوځ وايي، سرتېري د چترال ارندو ته وراوښتي دي

د پاکستان پوځ وايي، په چترال کې ۴۶ افغان سرتېري له پولې ور اوښتي دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر د جولای پر ۲۵مه وویل چې شپې مهال افغان سرتېري د چترال ارندو ته ورواوښتل او له پاکستانیو سرحدي ځواکونو څخه یې پناه وغوښته.

بیان وايي، افغان سرتېرو د طالب وسله والو تر برید وروسته خپلې پوستې پرېښې وې.

د پوځ بیان زیاتوي چې تر دفتري کارروایۍ وروسته ټول افغان سرتېري د افغانستان دفاع وزارت ته سپاري.

بلوچستان کې په ټرافیکي پېښه کې پینځه کسان وژل شوي

پېښه د جولای پر ۲۶مه سهار مهال د بلوچستان په خضدار کې شوې

د بلوچستان په خضدار سیمه کې د مساپر وړونکي بس او موټر په ټکر کې پینځه کسان وژل شوي دي.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، پېښه د جولای پر ۲۶مه سهار په وډ سیمه کې شوې.

راډیو د ځايي چارواکو له خولې وايي، بس له کوټې څخه کراچۍ ته روان وو چې له موټر سره وجنګېد.

په بلوچستان کې د سړکونو تنګوالي، خرابوالي او د ډرېورانو د تېز رفتارۍ له وجې وخت په وخت دا ډول پېښې کېږي.

تر دې مخکې د روان کال د جون پر ۱۱مه هم په وډ کې د یوه مساپر وړونکي بس اوښتو په پېښه کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۵۰ ژوبل شوي ول.

هغه بس د پیر عبدالقادر نقشبندي پر مزار تر کلني عرس وروسته د سیند صوبې دادو ښار ته په لار وو چې د پېښې ښکار شو.

پاکستان تحریک انصاف د کشمیر انتخاباتو کې زیاتې څوکۍ ګټلي

د پاکستان دولتي خبري اژانس وايي، تحریک انصاف ګوند د کشمیر انتخاباتو کې زیاتې څوکۍ ګټلي - انځور له ارشیفه

د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د جولای پر ۲۵مه د انتخاباتو د رایو شمېر بهیر روان دی.

د پاکستان دولتي خبري اژانس (اسوشيېټېډ پرېس اژانس) د جولای پر ۲۶مه ویلي چې له غیر سرکاي او غیر حتمي نتیجو سره سم، پاکستان تحریک انصاف ګوند د کشمیر د قانون جوړوونکې اسمبلۍ له ۴۵ څوکیو څخه ۲۴ څوکۍ ګټلې دي او په دې توګه یې ساده اکثریت ترلاسه کړی دی.

اژانس وايي، پاکستان پیپلز ګوند ۱۱، مسلم لیګ (ن) شپږ، مسلم کانفرس او د جمو او کشمیر پیپلز ګوند یوه، یوه څوکۍ ګټلې ده.

مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند په انتخاباتو کې د درغلیو تور پورې کړی چې تحریک انصاف ګوند یې ردوي.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس وايي، د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې ۳۲ لکه خلکو د ووټ ورکولو لپاره نومونه ثبت کړي ول.

په کشمیر کې په ۳۳ انتخاباتي حلقو کې ټول ۵۸۷ نوماندان ول او همداراز، په پاکستان کې د کشمیر د کډوالو له ۱۲ حلقو څخه ۱۲۱ کسانو په انتخاباتو کې برخه واخیسته.

د جمو او کشمیر یوه برخه د هند او بله یې د پاکستان تر واک لاندې ده. د پاکستان تر واک لاندې کشمیر خپله قانون سازه اسمبلي او حکومت لري.

شام کې د ترکیې دوه پوځیان وژل شوي

د ترکیو پوځیانو قافله د شام پر یوه سړک ولاړه ده - انځور له ارشیفه

ترکیه وايي، د شام (سوریه) په شمال کې یې دوه پوځیان وژل شوي او دوه ژوبل دي.

د ترکیې پوځیانو ته دا مرګ ژوبله د ترکانو تر کنټرول لاندې سیمه کې اوښتې ده.

د ترکیې دفاع وزارت د جولای پر ۲۵مه ویلي برید د حلب په شمال کې د ترکیې پولې ته نېږدې د پوځیانو د کاروان تېرېدو پر وخت شوی دی.

دغه وزارت همداراز ویلي چې تر دې پېښې وروسته یې د وسله والو پر ضد عملیات پیل کړل او د "ترهګرو" اهداف یې په نښه کړل.

خو تر اوسه معلومه نه ده چې پر ترکیو ځواکونو چا برید کړی دی.

اخوا د شام د بشري حقونو د څار لندن مېشتې ډلې ویلي چې ترکیو پوځیانو د حلب په شمال کې لسګونه راکټونه ویشتلي دي.

د توغندیو په بریدونو کې د مرګ ژوبلې په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

د ۵۱ هېوادونو وزیران د اب و هوا پر بدلون غږېږي

پوهان وايي، د نړۍ د تودوخې درجې لوړېدو له وجې په شمالي قطب کې واورین غرونه وېلي کېږي - انځور له ارشیفه

د امریکا، هند او چین په ګډون د ۵۱ هېوادونو د اب و هوا او ماحولیاتي چارو وزیران په برتانیا کې غونډه کوي.

د جولای ۲۵مې غونډه پر داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې ، په نومبر کې په ګلاسګو ښار کې د ملګرو ملتونو د اب و هوا بدلون ۲۶م کنفرانس وشي.

د برتانیې حکومت په یو بیان کې ویلي چې د ریاستي چارو وزیر الوک شرما په غونډه کې د ګلاسګو کانفرنس په اړه د یو شان دریځونو خپلولو او یوه پلان د جوړولو هیله ښوولې.

شرما د دوه ورځنۍ غونډې مشري کوي او د برتانیې حکومت وايي چې په دې غونډه کې پر هغو مهمو مسلو خبرې کېږي چې باید د نومبر په سرمشریزه کې هوارې شي.

الوک شرما وايي، د اب و هوا بدلون مخنیوي لپاره پر یو دریځ د ټولو هېوادونو سلا کېدل اړین دي - انځور له ارشیفه
الوک شرما وايي، د اب و هوا بدلون مخنیوي لپاره پر یو دریځ د ټولو هېوادونو سلا کېدل اړین دي - انځور له ارشیفه

الوک شرما ویلي چې نړۍ له سختو حالاتو سره مخامخ ده چې د مستقبل د خوندیتوب یوازینۍ لار یې پر یو دریځ د ټولو هېوادونو سلا کېدل دي.

د غونډې هدف د نړیوالې تودوخې کچ تر صنعتي انقلاب مخکې حالت ته ستنول دي. دوی غواړي چې نړیواله تودوخه تر ۱.۵ ډېګري سینټيګریډ زیاته لوړه نه شي.

په غونډه کې به د اب و هوا بدلون مخنیوي په اړه د ۲۰۱۵ز کال د پاریس موافقې د عملي کولو لپاره اصولو ته د وروستي شکل ورکولو په اړه هم خبرې کېږي.

امکان دی چې په نومبر کې د ګلاسګو په غونډه کې د اروپايي ټولنې او د ۱۹۶ هېوادونو استازي، کاروباریان، څېړونکي او چارواکي ګډون وکړي.

د روس د انتخاباتو کمېشن د کمونیسټ ګوند کانديد له پارليماني ټاکنو منع کړ

ولسمشر ولادمیر پوتین د هغو اپوزېشن مشرانو سره د لیدو پر مهال چې د ده پرضد په ولسمشریزو ټاکنو کې درېدلي وو

د روس د انتخاباتو کمېشن د کمونیسټ ګوند کانديد د ۲۰۲م کال په سیپتمبر کې له کېدونکو پارليماني ټاکنو منع کړی دی.

کمېشن د جولای په ۲۴مه وويل چې پر پاويل ګرودينين دا بنديز ځکه لګول شوی چې د حکومت استغاثې دفتر یې په بهر کې اثاثې موندلې دي.

ګرودينن چې يو مالداره تجار دی او د زراعت کاروبار لري، دا تورونه رد کړي دي. د نوموړي ګوند د دې پرېکړې په خلاف عدالت ته د تللو ويلي دي.

ګرودينن هغه سیاستوال دی چې د ۲۰۱۸ کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې یې ولسمشر ويلاديمير پوتين چېلنج کړی وو او د ۱۲ فېصده رايو په اخیستو سره په دویم نمبر راغلی وو.

تر دې ټاکنو وروسته سرکار پلوه رسنيو هغه خپل هدف وګرځاوه او کاروبار ته یې قانوني مسلې جوړې شوې.

په هند کې زیات باران لږ تر لږه ۱۱۵ کسان وژلي

 چارواکو ويلي تر ټولو ډيرو ځپل شوو سيمو ته یې مرستندويه ډلې لېږلې دي.

په هند کې د زیات باران له کبله د جولای تر ۲۴مې ۱۱۵ کسان وژل شوي دي.

چارواکو ويلي تر ټولو ډيرو ځپل شوو سيمو ته یې مرستندويه ډلې لېږلې دي.

په تېرو څو ورځو کې په مهاراشټرا کې سیلابونو نيزدې ۱۰۰ کسان لادرکه کړې دي.

خو په دې ایالت کې شاوخوا يو نيم لک خلک خوندي ځایونو ته ایستل شوي دي.

په ساحلي ايالت، ګووا کې هم سيلابونو زیانونه اړولي دي.

نور وښیئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG