د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې د یوه ځوان د وژلو تور پر شپږ پولیس والو لګېدلی


د معلوماتو ترمخه پولیسو د کوټې په سردریاب روډ پر هغه ډزې کړې وي.
د معلوماتو ترمخه پولیسو د کوټې په سردریاب روډ پر هغه ډزې کړې وي.

بلوچستان پوليسو د خپلو شپږو هغه اهلکارانو پر ضد اېف ای ار درج کړی چې د يو ځايي ځوان د وژلو تور پرې پورې شوی دی.

د بلوچستان د پوليسو له خوا رسنيوو ته په لېږل شوي بيان کې ويل شوي چې د مې پر پينځمه وژل شوی ځوان فېضان جتک نومېده.

د معلوماتو ترمخه پولیسو د کوټې په سردریاب روډ پر هغه ډزې کړې وي. په دې پېښه کې د هغه د تره زوی ټپي شوی دی. بېګا د کوټې ښاريانو د پوليسو پرضد احتجاج هم کړی وو.

د صوبې اعلا وزیر د پېښې پلټنو امر کړی دی.

اپوزیشن ګوندونو هم پر دغه پېښه خواشیني ښودلې او له حکومته یې په پېښه کې د ککړو پولیسوالو د نیولو غوښتنه کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG