د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې په ختيځ اوکراين کې تر پنځه لکه زیاتو کسانو ته شهريت ورکړی


اوکراینې سرتېري له ۲۰۱۴ز کال راهیسې په لوهانسک او دنېڅک کې د روسي پلویو بېلتونپالو پر وړاندې جنګېږي - د ارشیف انځور
اوکراینې سرتېري له ۲۰۱۴ز کال راهیسې په لوهانسک او دنېڅک کې د روسي پلویو بېلتونپالو پر وړاندې جنګېږي - د ارشیف انځور

د روسيې کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې په تېرو دوو ورځو کې یې په ختیځ اوکراین کې شاوخوا ۵۲۷،۰۰۰کسانو ته روسی شهريت ورکړی دی.

دا هغه سيمه ده چې پکې روسیه پلوه بېلتونپالي د اوکراين ضد جنګېږي. تاس خبري اژانس د وزارت مطبوعاتي څانګې دا اعلان د مې پر دوېمه خپور کړی.

تر دې مخکې په ۲۰۱۹ز کال کې د ولسمشر ولاديمير پوتين له لوري د تابعیت په بهیر کې د اسانتياوو او ژر تر ژره د اجراتو تر امر وروسته د هغې سيمې لپاره ۶۵۰،۰۰۰ پاسپورټونه جاري شوي ول.

په اوکراين کې خلکو ته د مسکو له خوا د روسيې شهريت پر ورکولو سخت نړيوال تنقيد شوی چې د دوی په خبره، هغه سيمه نور بې ثباته کولای شي.

د اوکراين په هغه سيمه کې د ۲۰۱۴ز کال له اپرېل راهيسې په جګړو کې تر ۱۳،۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

اوکراين د روسيې شهريت ورکولو اقدام غندلی او دا يې له بېلتون غوښتونکو سره سياسي مرسته او د هېواد له خپلواکۍ سرغړونه بللې ده.

روسیه د اوکراين په لوهانسک او دنېڅک کې بېلتون غوښتونکو ته پوځي، اقتصادي او سياسي مرستې ورکوي.

د شواهدو باجود، روسیه دريځ لري چې د اوکراين په کورنۍ معاملاتو کې مداخلت نه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG