د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت د سوځيدلو دکانونو مالکانو سره د معاوضې وعده وکړه


د سوداګرو او بلوچستان چارواکو ترمنځ مذاکرات
د سوداګرو او بلوچستان چارواکو ترمنځ مذاکرات

د بلوچستان د کورنيو چارو صوبايي وزیر میر ضیا الله لانګو وايي په پشين بازار کې په اور سوځېدلو دکانونو مالکانو ته به په يوه میاشت کې دننه معاوضه ورکړي.

نوموړي دا ژمنه د اپرېل په ۲۷مه په ګنج منډئ کې د شوې زیان د جاج اخیستو وروسته د تجارانو سره په ملاقات کې کړې ده.

په دغه بازار کې د اپرېل په ۲۲مه نېټه اور لګیدلی وو او د دکاندارانو په وېنا له پنځه سوو څخه زیاتو دکانونه پکې سوځيدلي چې له وجې یې دوی ته لوی مالي تاوانونه شوي دي.

دکاندارانو د معاوضې ترلاسه کولو لپاره احتجاج هم کړی وو چې د اپرېل په ۲۷مه یې د چارواکو تر ژمنو وروسته ختم کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG